خبرتیا : دافغانانومتحدکلتوري مرکز – بریتانيا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55096

دخبریدو نیټه : 2013-05-14

 

 

په لندن کی د یو شمیر فرهنګپالوافغانانودزياراوهلوځلو په نتیجه کی د یوه نوي کلتوري مرکز  بنسټ کیښودل شو .  دډیر وخت څخه را په دی خوا اود زياتومشورتي غونډو دجوړیدو څخه ورسته د روان کال د می د میاشتې په دولسمه  نیټه د نوموړي مرکز بنسټیزه اوپرانيستونکي غونډ ه جوړه شوه .

غونډه دماذديګرپه څلورودښاغلي محمدمصطفی فقیرپه ويیاندئ ، دښاغلي رحمت الله سوله مل له خوادقران عضيم الشان دمبارکوائيتونوپه تلاوت اودافغانستان دملي سرودپه غږولوسره پيل شوه.

وروسته ښاغلي اسد جلالزی اوسيدداووددغونډې دليکونکې ډلې په توګه غوره شول ، چې ورپسې غونډه د ښاغلې حاجي احمدشاه امين په ويناپرانيستل شوه. بيا دريڅ ته اغلې بيرناديته خان دجنوب لندن دښاروالۍ داجتماعي چارومسئوله راوغوښتل شوه اوخپله وينائي دغونډې ګډونوالوته وااوروله.

د غونډې په لومړۍ برخه کی د نوموړي مرکز دترتیب شوی کړنلارې په اړوند دیو لړ وړانیزونو اومشورو وروسته د دري څلویښتو مادو په درلودلو سره یوه پراخه او هر اړخیزه  کړنلاره د غونډې د ګډونوالو په اکثریت تاید او تصویب شوه.

 د غونډې په بله برخه کې د نوموړي مرکز دپاره دټولنې مشراومشرتابه هئیت د ازادو ټاکونو دلارې د راتلونکی دریوکلونو د پاره وټاکل شول.

ټاکل شوئ مشراومديره هئيت دلاندې اشخاصو څخه عبارت دی.

 

۱.ښاغلی حاجي احمدشاه امين دمرکزمشر.

۲.ښاغلی حاجي اقبال ميرزاي غړی.

۳.ښاغلی ډاکترنقيب الله خطيبي غړی.

۴.ښاغلی خان آغا فيضي غړی.

۵.ښاغلی پیلوټ بخت جمال امين غړی.

۶.ښاغلی اسدخان جلالزی غړی.

۷.ښاغلی اخترمحمدخان فراهي غړی.

۸.ښاغلی شريف الله سریع غړی.

۹.ښاغلی محمدمصطفی فقيرغړی.

۱۰.ښاغلی فريدنوري غړی.

۱۱.ښاغلی سيدعبدالرحيم افضلي غړی.

۱۲.ښاغلی رحمت الله سوله مل غړی.

په ذکرشوي مديره هئيت کې هم درې پوسته دميرمنودپاره په نظرکې نيول شوي دي چې په اينده کې به خپاره شي.

 

 

دغونډې په پای کې دټولنې ټاکل شوي مشراو مديره هئيت دټاکنوپايلې اوورسپارل شوي دندې اومسئوليتونه ومنل. نوي مشراومديره هئيت دغونډې دګډونوالونه دهغوۍ دباوراواعتمادپه هکله مننه وکړه اوهمدارنګه يي دغونډې دګډونوالواوپه بريتانياکې ميشتوافغانانوته داوعده ورکړه چې په بريتانياکې دنوروافغاني بنسټونواوټولنوسره په همغږۍ به خپلوهيوادوالوته په زړه پورې کلتوري اوفرهنګي خدمتونه وړاندې کوي او په دې هکله ئې دخپل رب (ج) څخه دمرستې اودخپلوهيوادوالوڅخه دلاس نيوي هيله اوغوښتنه وکړه.

 

غونډه شاوخوادماښام نهه بجې دګډونوالوله خوادملي وحدت دلاپياوړتيااوبرياليتوب په دوعايې سره پای ته ورسیده.

 

ومن الله توفيق