ايامقتدي به دامام ترتکبيروروسته نيت تړي اوکه څنګه؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55100
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-05-15

ايامقتدي به دامام ترتکبيروروسته نيت تړي اوکه څنګه؟ فتوي نمبر(۷۲۲) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي: نعمت الله خوست: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته . محترم مو لوي ابولفضل صاحب خدائ پاک دي تاسي جوړاو روغ اوله ټولوافاتو محفوظ لري محترم مولوي صاحب ځماپوښتنه داده چي مقتدي په امام پسی ودريږي دمخه ترويلو دالله اکبردامامه نيت تړل او وروسته ترويلودالله اکبر دامامه نيت تړل څنګه دي ؟ الجواب و منه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم. محترمه صحيح خو دواړي طريقي دي خوبهتره داده چي مقتدي نيت داقتدا وکړي وروسته له الله اکبر ويلو دامامه له دې وجي چي دئ اقتدا کوونکۍ سي په امام پسي .والسلام