دسلام ګرځولوله مخه سجده سهوه کول څنګه ده:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55105
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-05-15

دسلام ګرځولوله مخه سجده سهوه کول څنګه ده: (۷۲۶) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته>>> مستفتي:حافظ عنايت الله کويټ : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته . مفتي ابوالفضل صاحب ځماپوښتنه داده چي که سړۍ په لمانځه کي سهوه سو اوده سجده سهوه وکړه له مخه ترسلام ګرځولو نوبيا وروسته له سلام ګرځولو سجده سهوه پرده واجب ده اوکه نه ؟ الجواب و منه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم. محترمه وروره چي سړۍ په لمانځه کي سهوه سي اوسجده سهوه دمخه ترسلام ګرځولو وکړي نووروسته ترسلامه راګرځول پرده دسجده سهوي واجب نه دي .فقط. والسلام [فتح القدير په حواله دخلاصة الفتاوی ج۱ص۱۷۳ ] والسلام ومن الله التوفيق.