دافغان یون اعلامیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55124
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
دخبریدو نیټه : 2013-05-16

دافغان یون  اعلامیه
افغان یون ولسي سراسري خوځښت دنن ورځې ځانمرګی برید چې دکابل ښار دشاه شهید په سیمه کې دکورونو په مینځ کې ترسره شوه یو غیر اسلامي ، غیرافغاني او دټولو بشري نورمونو مخالف ګڼې ، په هیڅ ډول یې دتوجیه وړنه ګڼي اوپه کلکه یې غندنه کوو  دغه ځانمرګی برید چې په ۱۶ دمۍ ۲۰۱۳ کال دسهار اته بجې دکابل په سیمه ایز وخت ترسره شو دپنځلسو په شمیر ولسي وګړي پکې شهیدان اوڅلویښت نور زخمیان شو . له افغان ولس په کله هیله کوو چې نور دداسې ډلو چې دوی په نورو هیوادونو کې دمزدورۍ له مزو چړچو ډک ژوندلري  اوزمونږ ولس په وینو لړي اوهره ورځ یې دغم په ټغر کیښنوي  ملاتړ ونه کړي اوخپلو ملي وسله والو ځواکونو سره ملاوتړي ترڅو داپردي مزدوران نابود کړی شي .
مننه
افغان یون