د اوکراين جمهوريت د ادېسې ښار د افغان منورينو اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55164
انجنير صابرارمان
دخبریدو نیټه : 2013-05-19

 

 

ګرانو هيوادوالو !

تاسو خبر ياست چي د دې مياشتي په لمړی نيټه(۰۱-۰۵-۲۰۱۳) د پاکستان پوځيانو د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالی په مربوطاتو کي پر افغان سرحدي پوليسو بريد وکړ ، تر ۹ساعته جګړې وروسته افغان قهرمانو پو ليسو پاکستاني نظاميانو ته د عبرت درس ورکړ ، او د جلا اباد دجګړې د شهيدانو د کارنامو ياد يې تازه کړ .
 
بلې! د جلا اباد جګړه چي پاکستان پخپل ټول توان سره د کورنيو او بهرنيو جاسوسانو په مرسته پر افغان ولس تپلې وه،په ډيرو تلفاتو او تاريخي شرم سره بايلل.
 
دا ځل پاکستاني نظاميان بيا هم په ګوشته کي په شرمو وشرميدل، او زموږ قهرمانو سرحدي پوليسو هغه څلور تاڼې او دروازه چي پاکستاني نظاميانو پخپل سر زموږ په خاوره کي جوړي کړي وې د منځه يوړه.
 
پاکستاني نظاميانو غلطه محاسبه کړې وه، اوفکريې کاوه چي افغان ولس نور دقرباني ورکولو روحيه دلاسه ورکړېده،خو دشهيد محمدقاسم په شهادت سره نه يوازي د پاکستاني بلکه دټولو تجاووزګرو هيوادو غړي سست سوه.
 
په ګوشته کي د افغان سرحدي پوليسو قهرماني د افغانستان په ګوټ ګوټ کي د ولسونو د يوالي سبب سوه، افغانان جادو او کوڅو ته را ووتل او (مړه دي وي پاکستاني نظاميان...) شعارو سره ې ملي وحدت ته افغانان را وبلل او پدې ترتيب پاکستان پخپل چل کي مات سو.
 


موږ د اديسه ښار افغان منورين د پاکستان ټولي مداخلې بالخصوص دګوشتې په ولسوالي کي په کلکه غندو ، او د افغانستان د پولو ساتل د هر افغان وظيفه او حق بولو، د افغان حکومت څخه هيله کوو چي د پاکستان سره دا (۶۶)کلني مداخلې ، اوسرحدي مسايل د ناټو او ايساف قواو په حضور کي حل کړي، که ناټو او ايساف پدې هکله بې تفاوتي ښيي ، په هغه صورت کي د امريکا او نورو ناټوهيوادو سره نظامي تړون مفهوم نلري.
 


درود دي وي د شهيد محمد قاسم پاک روح ته !

تل دي وي خپلواک او سمسور افغانستان !