د پدرام او قانوني صاحب د دانشګاه دوړاندیز په هکله داحمد شاه بابا دعلمي ادبي ټولني خبر تیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55289
ننګیالی بڅرکی
دخبریدو نیټه : 2013-05-28


 موږهمیشه دافغانستان په اوسني پارلمان کي د فزیکي شخړواولفظي شخړو شاهدا ن یو.چي دنوموړوشخړوډیره برخه هم پرشخصي،سیمیزواوژبني مسائلو وي.اودغه غیري علمي شخړي،دورسته پاته فیوډالي شرایطوراپاته سوي شوني دي.غیري قانونمند،غیري ډیالکټیکي موضوګانوپرسرواحدملت پرژبواوسیمو سره ویشي. دلته با ید دپارلمان یا ولسي جرګې خلک اونماینده ګان په دې وپوهیږي چي یو واحد ملت په اختلافاتونه جوړیږي بلکي؛په خپلو قانونمندۍ او قانوني کړونوجوړیږي.که موږغواړو چي افغانستان دي یو موټی ملت سي، نو بیابایدد ملت په تعریف هم وپوهیږو.چي ملت ددغه څلوروعنصروڅخه جوړ یدای سي.لکه:ګډ سرحد یا واحده جغرافیه – ګډ تاریخ – ګډ کلتوراوفرهنګ – او بل هغه څه چي د ملت په جوړښت کي ډیردپام وړدی هغه دیوه واحد ملت ګډ اقتصاد دی.ولي دغه تضادونه چي ښاغلی قانوني اودهغه دارودسته یې دپدارم صاحب سره يو ځای پالي دا دملت دجوړولواوټولنیزوقوانینوخلاف عمل دي.اودهمدغه تضاد په نتیجه کي پرمختګ اوتکامل نه سي راتلای.
 خوکه موږدطبعت قوانین په غورسره وګورونودابه راته جوته سي،چی تضاد، اختلاف دبهبوددپاره د طبعت د قوانینو یواړخ دی، ګټوردی.اوهرهغه اختلاف اوتضادچی دنوی بهترښه تره راتلونکوپیښواوپدیدوسره مرسته کوي،هغه دباوروړاودټولني اوطبعت په ګټه وي. نوهمدغه علت دی چي په مترقي اوپرمختللوهیوادونوکي دنوي اوزاړه ترمنځ ډ موکراټیکی شخړي،اختلافات په منطقو، دلایلو اودرایوپربنسټ جوړیږي. خوپه نا پوهوهیوادونوکي دغه اختلاف په زور،تاوتریخوالي،احساساتو، تعصباتواوخوابدیو،فزیکي عمل اووهلوټکولو سره پایته رسیږي .نونتیجه یې هم بیله دې چي ملي وحدت خراب کي ، ضد دبشریت اوپه پای کې دبدبختۍ  څخه ماسیوا بل هیڅ څه هم نه ترلاسه کیږي .
ددې ټولوخبروڅخه مي مقصد دافغانستان پارلمان دی،چي اوسنۍ شخړي یې دافغانستان په تاوان او د ملي پیوستون پر ضد په اګاهانه توګه مبارزه ده.
ګرانودوستان !
د۲۰۱۳م کال د می پر ۲۵نیټه موږ دافغانستان دپارلمان هغه شخړه ولیدل چي دپوهنتون پرنوم یې یودبله په چپلاخواوګیلاسونویا بوتلانوسره وویشل ، خوددې جنګ په جریان کی ددووسیاسی چهرومخونه ښکاره سوه ، چي یویې لطیف پدرام اوبل هم پیژندل سوی کس یونس قانوني وو.دوی سمدلاسه ددې ملاتړ وکی چي دپوهنتون په څنګ کی دي دانشګاه هم ونومول سي.اود جنګ پراور یې په خپله وسه پترول ورواچول.دوی دافغانستان په تاریخ بې خبره او دپردیو په موقتي حمایه ځانونه غولولي دي، دوی باید په دې وپوهیږي ، چي په اوسنیو شرایطو کي موږ دډیرونوروستونزوسره لاس په ګریوان یو، دپارلمان په پنځه مترۍ کی زموږ شریف خلک دتروریزم قربانیان دي ، زموږ په هیواد کي دناټوپرمتجاویزوقوتونوبرسیره،دهمسایه هیوادونوپه تیره بیا دپا کستان او ایران دهیوادونوبې شرمانه مدا خلې موجودی دي. هره ورځ زموږ شریف هیوادوال د۶۰ یا ۷۰ کسانو په لږوډیرتعدادخلک شهیدا کیږي ، کورونه ورا نیږي ، مندی بوري کیږي ، خوندي بروري کیږي،ځواناني ښځي مو کونډي کیږي. یوه ډیره ستره تراژیدی په هیواد کی روانه ده، چي دتاریخ په اوږدوکې ساری نه لري. موږپخوانه په افغانستان کي دغه ډول بدبختيي لیدلې ده او نه په نړۍ کې بیلګه لرو. خونوموړي سیاست زده ګان چي لومړی یې په اسلامی نړیوالو شعارونوځانونه په ټولنه کي مطرحه کړه اوبیا يې قومي اختلافات، سیمیزاختلا فات ، ژبني اختلافات په ولسونوکي رامنځته کړه ، چي په پای کې ځانونه ولوړو چوکیوته ورسول اوپه بهرنی قوتونو کې ځانته دحماې خلک او حکومتونه پیدا کړه.نن دوی دقدرت پرنیلي سپاره دي . اودهمدغه قدرت دساتلو دپاره باید دوی هلي ځلي وکي، خوپروند یې داسلام په نوم خلک وغولول ، نن بیله دي ملي ضد فکره ، سیمیز شعارونه او پرژبني تعصباتو باندي یوه اندازه ځوانان تیر ایستل او دځوانانو دپا کواحساساتو څخه ګټه اخیستل بل هیڅ سترا تیژي اودافغانستان دپرمختګ کومه بله لاره دوی ته نه ده معلومه. په داسي حال کي که دوی دخپلوپلرونواومشرانوڅخه پوښتنه وکي،چي دافغانستان دملي وحدت لاره کومه لاره ده ؟ . ځواب به یې هرومروپیدا کي؛هغه داچی دملی وحدت څخه ماسیوا موږ بله هیڅ لاره هم نه لرو اوبا ید پرملي یوالي تکیه وکړو. په افغانستان کی مختلفي ، ژبي ، نژادونه ، قومونه او دخلکوراز، رازځانګړني سته ، خو دتاریخ به اوږدو کې دغو ټولو قومونوپه ګډه دبهرنیو دښمنانو په مقابل کی مبارزه کړیده . اودښمن ددې توان هم نه دی پیدا کړی ، چي زموږ جغرافې ته دی تاوان ورورسوی او یا دی زموږ پرکلتور ، فرهنګ او ملي ویاړنو بریا لی سي .دا بیلګي موږ دستراحمدشاه بابا هغه ملي مبارزچی موږته یې دافغانستان نوم اونښان راګټلی دی.اودنوی افغانستان خښته یې پرهمدغه ګډوملیتونواو قومونو باندي کښیښوده .او ترنن ور ځي پوری هرهغه افغان چی په همدغه خاوره کي ژوند کوی په هم هغه ملي یووالي ویاړاوفخر کوي.احمد شاه بابا بیله ملی یوالی څخه نه سوای بریا لی کیدای، دهغه څخه راورسته دهیواد ساتنه بیله ملي یوالی څخه نه سوای ترلاسه کیدای.د میوند جنګ بیله قومونو دیووالي څخه نه سوای ګټل کیدای.دامیرعبدالرحمان خان مرکزي حکومت جوړونه اودپاشلي افغانانو بیرته را ټولونه بیله ملي یووالي شوني نه وه.دشاه امان الله خان دولت هم پرملي یووالي،ملی پیوستون ولاړوه.خودلته یوه خبره دپام وړګڼم ؛ هغه داچي هغه وخت افغانانو په خپلومنځوکي جرګې اومرکې درلودې او بهرني دښمنانو ته یې ددې وخت اوموقع هم نه ورکول ، چي یوافغان دي په بل افغان باندی ګرم او ملامت کي اوافغانان دی دبهرنیانوبه دستورخپل افغان ووژني.اودبهرنیانو داشغال دپاره دی زمینه برا بره کړي.خو نني استازي چی موږ یې په ملت اودملت په کور کي وینو هغه هغه کسان دي چي دبهرنیانو سره یې اړیکی پټ او ښکاره روښانه دي.نوپه یوه شعاراو بل شعار دجنګ اورته لمن وهي او افغانان سره بیلوي.بیا هم را ګرځو دپروند دورځي دپارلمان وخوا شنونکي پیښي ته .
 که موږ دافغانستان دملت څخه دا وپو ښتو چی ایا! جنګ په افغانستان کي دپښتو ژبو او فارسي ژبوترمنځ دی ؟ خامخا به ځواب منفي را کي. ځکه د ملت اوخلکوغوښتنه دا نه ده ،چي موږ دی افغانان پرژبو سره وویشو.دهغوی په منځ کی پوهنتون په پښتواو دانشګاه په فارسي په فکرکي لاهم نسته.زموږ ملت پيوستون غواړي، اقتصادي پر مختګ غواړي، سوله غواړي ، ملي یوالی غواړي، ښوونه اوروزنه غواړي اوملت یوازی په دغه مثبتوڅیزونوکي فکرونه کوي ، خوزموږ سیا سي مداریان بیا دخپلو ګټو پربنسټ داختلافاتو په فکر کی خپل ټوله وخت تیروي او په دې باب مجلسونه کوي، غونډي کوي اودغه ټوله دخپلي مورنۍ خاوری سره جفاه ده.
موږ دپرون ورځي بده طرحه دپدرام صاحب او یونس قانوني صاحب بیا هم دفونولوژۍ د مخي څیړو .
لومړی : ژبه د فونیمونواوږغونو څخه جوړه ده.چي دهمدغه ږغونو په وسیله دانسانانو په منځ کي دپوهولواورا پوهولوترټولو ښه وسیله ده.
چي نوموړې ژبه بیا په ځانګړي ډول د ګرافیمونواوژبني سمبولولونو په وسیله دنوروژبو څخه بیلیږي ، چي دګرا فیمونو دیو ځای والي په صورت کي ویبونه او لغاتونه جوړوي. خودا څرګنده خبره ده چی دهري ژبي جوړښتونه دهغه دلغاتوپه وسیله بشپړه کیږي.اوعام خلک په خپلومنځوکی دهمدغه ږغونوپه وسیله پوهول او را پوهول سره کوي. نو دلته دیادولووړخبره داده په هره ژبه کي چی هرولس خبري کوی اوځانوته دپوهولوشرا یط برا بروي، دهغه ژبي هغه لغاتونه استعمالوي کوم چي دخلکوغوږونه ورسره اشنا دي اوپه غیری شعوري توګه یې په کار اچوي. ضرورتونه په رفعه کوي او دلغاتونو په اوډلو سره یې جملې جوړوي.
هیڅ یوه ژبه په خپل ځای سوچه نه پاته کیږي ،همیشه تغیرکوی او نوي لغاتونه په خپل ځان کي مني .او دوخت په تیریدو سره تکامل کوي ، چی دهمدغه اصل له مخي ژبه یوه ژوندۍ پدیده ګڼل سوې ده. او بیله تغیره څخه نه ده. نو دلته موږ فارسي ژبه او پښتو ژبه چي دوې همسایه ، خوندي اودیوې اریایي ژبي څخه زیږیدلي ژبي دي ، په خپل منځ کی ټینګي اړیکی یودبله سره لری او په خپل منځ کي یود بله سره اخښلي اوبخښلي ژبي دي ، چي ډیرلغاتونه یا جوړښتونه یې سره یو شانته دي ، نودا څوک نه سی سره بیلولای ، همدغسي پرهمدغه دوژبودعربي ژبي اغیزي،انګلیسي اردو،بلوڅي اونوروهمسایه هیوادو نو او اریا یي ژبو اغیزي روښانه دي.
خو اوصول اوغوښتنه داده چي: هر لغات چی په یوه ژبه کي دبلي کومي ژبي ځای ونیوه اودهغه سیمي خلکوهغه استعمال کی او دیوه لغات په حیث یې مفهوم ځینی واخیستۍ ، نونوموړی لغات دهغه یادي ژبي مال وګرځیده. او هغه ژبه په همدغه لغات سره غني سوه. بیا هم دپوهنتون پرلغات خبره ډیره سوه،پو هنتون په افغانستان کی هغه لغات دي چي ترپنځوسو(۵۰) کلونوډیراوږد تاریخ لري. او نن هر افغان که دلوړي طبقې کس دی ، که دکښته طبقې ، که لوی دی که کوچنی ،که فارسي ژبی دی که ،پښتوژبی که نورستانی دی، که پشئی ، که ازبک دی که ترکمن ، که هزاره دی که تاجک په همدغه دپوهنتون په لغات پوهیږي اودهمدغه لغات سره یوځای را لوی سوی دی.نوددې هیڅ هم ضرورت نه پیدا کیږي ، چي دپارلمان په سطحه دي دهمدغسي ملي ځانګړونو نومونو،تاریخي وثیقو یادونه وسي. اویا دې دتغیردپاره تلاښ وسي.دښاغلی محمد یونس قانونی او دهغه پروتوکولي انډیوال پدرام صاحب څخه په درناوي دغه پو ښتنه کوم ....چي ایا په افغانستان کي دغسي کس سته چي دپوهنتون دنوم سره دي بلدیت یا اشنايي ونه لري؟؟. او دغه نوم دي یا دتلفظ پربنسټ اویاهم بله ستونزه دي په دې باب موجوده وي. فکرکوم چي ځواب یې؛ (نه دی) یعني ټوله ولس په همدغه نوم سره که پښتانه دي که دري ژبي او یا هم ازبک ، ترکمن اونوري رسمي ژبي دي اویا دهغه ویونکي دي، ټوله په همدغه دپو هنتون په معناپو هیږي. پلاراونیکه ئې ټولو دغه لغات په خپله ژبه کی منلی دی.راځي نورددې خبري څخه دوطن اوهیواد په خاطرتیرسو.
 اوهغه لغاتونه چي په پښتو کي دهري ژبي دي هغه دخپلي ژبي مال وګڼو ،که په دري کي دپښتو لغاتونه منل سوی وي،دري زبانان هغه دخپلي ژبي مال وګڼي.که موږ دافغانستان پښتني سیموته ځیرسوپه کندهارکی نیم کندهاردفارسی په اصطلاحاتوډک دی.او زموږ ملي افتخارات ، ځایونه په فارسي ژبه دي. لکه : سرپوزه ، ده خوجه ، ده خټی ، ښاري نو،خوش آب اوداسي نورخودپارلمان مشرانوته ددې حق هیڅوک اوهیڅ کندهارۍ هم نه ورکوی چي زموږ د ملي ژبي فارسي لغاتونو ته دي څوک تغیرور کړي.
دوهمه ستونزه :
موږ په افغانستان کي تر دغه ډیري نوري داسي خبري لرو چي پرهغه با ندی خبري وسي اودپارلمان خلک خپل قیمتي وخت پرتیرکي .اودبیا آبادولوپه خاطر یو قدم دسولي اورا تلونکي انکشاف یا پرمختګ دپاره وا خلي ، دا به بهتره وي.په اوسني شرا یطوکي دوروروژني علت وموند ل سي او دهغه دموندلو څخه ورسته دهغه لاري او چاري پیداسي څوزموږ دغه کړیدلی هیواد داور ددغه لمبو څخه نجات پیدا کړي ؛ نه دا چي نو رهم موږ پردغه سوځونکو لمبو با ندي نو رهم تیل وا چوو. او په خپل لاس خپل هیواد او خلک داور په لمبو کی وسوځو،موږ په خپله ټولنه کی دداخلي جنګونو شا هدان یو،چي تنظیمونو تر لس کاله ډیر دغه ورسته پاته هیواد پرسیمو، ولایتواوکوڅوسره وویشی ، خو ګټه یې چاته ورسیدل ، بیله څوجنګسالارانوڅخه ماسیوا یې بل هیچاه هم ګټه ونه لیدل او په پا یله کې پاکستان ته اونوروهیوادونوته د مداخلې موقع برا بره سوه.او هیواد تر نن ورځي پوري پریشانه ، دجنګ میدان ،غریبۍ ځپلی او تر دغه سرحده چي د۴۸ هیوادونوتر برید لاندي را غلی دی.
پایله
لومړی داحمدشاه باباعلمي ادبي ټولنه دپارلمان اودهیواددخلکو څخه داهیله لري ،هغه څوک چي دافغانستان خلک سره بیلوي،هغه دهیواددښمنادي،دهیواد دښمنانوته ددې وخت ورنه کړي چي موږپرقومونواوسیمویا ژبوسره بیل کړي.
دوهم: ددغسي فاشیستي افکارو مخه را وګرځول سي ، چي زموږ په هیواد کی دنفرت تخمونه پاشي.
 دریم : هر افغان با ید دهیوادوالو وفرهنګ ،ژبي،قومونو ته په درنه ستر ګه وګوري. که څه هم یوه ژبه لږ ویونکي لري او یا هم ډیرویونکی ولري خو هره ژبه چی په هیواد کي هرقوم یا دقوم خلک وايي هغه ژبه زموږ دهیواد فرهنګي خزانه ده. نه داچي په ساتلو کې دټولو افغانانو دنده بولم .بلکي؛دهغه دنورپرمختګ دپاره باید حکومت او هیوادوال په ګډه کار سره وکي.
څلورم: هغه هیوادوال چی په دغسي دښمنیو اچونوکی لاس لري هغه با ید دهیواد دخلکواوحکومت له خوا محکمه کړل سي.اوقانونی کړنه ورسره وسي.
شپږم : هیواد وال باید تر سیمیزو ګټو وټولنیزو او ملي ګټو ته ارزښت ورکړي .او په ټول ټاکنو او دنماینده ګانو په انتخاب کی باید دیوه نماینده یا استازي هیواد پالنه او دهیواد په لاره کي دهغه تجریبه په پام کی ونیسي.
داحمد شاه بابا علمي ادبي ټولنه په دې باور ده چي زموږ اوسنی جنجال په خپله دافغانانودنه پیوستون اوبې باورۍ پربنسټ ولاړدی.که افغانان په خپلومنځنوکی سره یو موټی سي. نو بیا دخارجي قوتونودشتون ضرورت یا اړتیا هم له منځه ځي او دا هیواد په خپله افغانان جوړ ولای سي.که نن دهیواد داخلي دښمنان او دهیواد نه بهرخارجي دښمنان زموږ دبې اتفاقۍ څخه ګټه اخلي اوزموږ په کمزورۍ کي خپله ګټه وینی ، نو موږ هم بیا په خپل منځ کی دملي یووالي او په خپلو کي دجوړ جوړتیا په تامین او بشپړه کولو کی خپله ملي ګټه اولاسته را وړنه وینو .نو په پا یله کي امید لرم چی افغانان دتعصب دچوکاټه ځانونه را وباسي او پرملي یواوالي باندي دیوه واحد ملت پرنوم سره را غونډ سي او خپل هیواد افغانستان ته په همدغه ۲۱قرن کي دنیو کلونیالیزم څخه دنجات په خاطر سره یو موټي سي.او دخپل هیوادپه وټیزوپرمختیاو کي برخه وا خلي. که څه هم دا کار به په افغانستان کي دځینو خلکو په نظر ډیر ګران کار وي، خو دیوه طرفه نا ممکن نه دی اودبله پلوه موږ بیله دې ملي پیوستون اوملي یووالي څخه بله کومه لارهم نه لرو چي دهمدغه ستونزو څخه دي نجات پیدا کړو .
داحمدشاه بابادعلمی – ادبي ټو لني مشر
www.Baba-center.com