دسیول انجینیرینګ سمیینار بلنه درکوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55383

دخبریدو نیټه : 2013-06-02


دلوی اوبښوونکی څښتن تعالی په نامه:
اوس هغه وخت دی چې د افغانستان سیاست، اقتصاد، نظام , اداره اوثبات د نورو هېوادونو پوري تړلی دی. د تیر په څیر یواځي د افغان عزم ، هوډ او ستقامت او په عمل کې هېواد ته د کار کول افغانستان له روان بهران څخه ایستلی شی، په همدې هوډ په (عمل کې هېواد ته دکار کولو) کلتور او روحیه د زیږولو او پاللو په موخه دپښتون خوځښت ځوان اوفعال ټیم دخپلو روزنیزو اوښوونیزوهڅو په لړ کی غواړی چی دځوانوکدرونواومسلکی ځوانانو ترمنځ دګډو علمی فعالیتونو، دځوانانو دکاری استعدادونو دکچی دلوړولو، دافغان ځوانانوترمنځ په ځان باندی دبسیاینی دکلتور دودی په موخه په ننګرهار ولایت کی دسیول انجینیرینګ په برخه کی یو علمی سمیینار په لاره واچوی له دی لاری به افغان ځوانان وکولای شی چی خپل تجارب اوعلمی پانګه دنورو سره شریک کړی.
 که له یوې خوا دا سیمینار د ځوانانو د ظرفیت د لوړولو په موخه جوړیږی، خو له بله پلوه دا ډول پروګرامونه به ځوانانو ته وښيې چې اوس بېله بهرنیو مرستو افغانان پخپله کولای شي،د عصري روزني ټریننګونه پخپله جوړ کړي او د خپلو چارو مدیریت او مشري په خپله وکړي.
 په دې سیمینارکې د ساختمانې انجنیري (سیول انجینیرینګ) بنسټیز مهارتونه په پام کې نیول شوی دي ، لکه : د ساختمانونو سروي او دسروي د آلو کارول، داوسپنیزو کانکریټی ودانیو اوساختمانونوډیزاین ، پلان جوړونه او سنبالونه، د سرک ډیزاین او پروژي جوړونه ، د پلونو ډیزاین او طرحي ، دکانکریټو خواص اوترکېبی موادو اجزااو د هغوي کیفیت ، دسمنټ خواص اودترکېبی موادو پیژندنه او کیفیت څرنګوالی، دکانالونوډیزاین ، داستنادی دیوالونو ډولونه او ډیزاین ، دساختمانی پروژو څارنه ، د کیفیت څرنګوالې او تطبیقول، Auto cad پروګرام تدریس) هغه مسلکی ځوانان چی په یادوشوو موضوعګانو یا دسیمینار اړوند په نورو موضوعګانو چې دلته ترې یادونه شوی ، دلکچر ورکولو له پاره په سیمینار کی عملأ برخه واخلی اویاهم غواړی چی په دې سیمینار کې دګډون له لاری یواځې دګډونوال په توګه دنورو له تجربو نه ګټه واخلی کولای شی په لاندینۍ پته اړیکه ونیسی .
 انجنیر عبدالسمیع(واحدی)
ګرځندمبایل شمیره: 0799044296بریښنالیک پته: sami_wahedy@yahoo.com
نوټ: دګډون کونکو(لکجر ورکونکواو برخه والو ) کسانو څخه هیله کیږی چی خپل ګډون دیقینی کولو دپاره په ننګرهار کی دخوځښت دټیم سره په اړیکه کی شی چی ترڅو واضحه شی چی څومره تعداد کسان په دی سیمینار کی برخه اخلی دکسانو دشمیر دمعلومیدو نه وروسته به بیا ځای اونیټه وټاکل شی.
 (په درنښت)
پښتون خوځښت
دښوونی اوروزنی څانګه