په ميدان وردګ ولايت کې د مڼې ګل ۱۲مه دوديزه مشاعره ونمانځل شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55440
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2013-06-05

 

دغه مشاعره چې نن (چهارشبنه) ترسره شوه په کې د هېواد له بېلابېلو سيمو او ولايتونو سلګونه شاعرانو او د شعر مینوالو برخه اخيستې وه . په پيل کې د ميدان وردګ والي عبدالمجيد خوږياڼي پرانستونکي وينا وکړه

ورپسې د ميدان وردګ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ مختار د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين پېغام ولوسته.

. همدا راز د پوهنې وزارت سلاکار ګل آغا احمدي وردګ د پوهنې د وزير پېغام ولوسته په پېغام کې راغلي وو،

ورسته ازاده مشاعره وشوه چې لسګونه شاعرانو په کې د مڼې ګل په اړه هنري او بېلابېل شعرونه وويل، چې د ګډونوالو په تودو چکچکو بدرګه کېدل. د مڼې ګل دا دوديزه مشاعره چې د سهار په نهه بجو پیل شوې وه ، د ماسپښين يوه نيمه بجه شاعرانو او ليکوالانو ته د جايزو په ورکولو سره پای ته ورسېده. ياده دې وي چې وړمه شپه د مڼې ګل دو لسمې مشاعرې په وياړ د غزل شپه هم برابره شوې وه چې د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ