په کندهار کي د پوليو درې ورځنى کمپاين پيل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55521
لودين
دخبریدو نیټه : 2013-06-11

په کندهار ښار او ولسواليو کې د پوليو يا د ماشومانو د فلج د خطرناکې ناروغۍ پر ضد د واکسيناسيون کمپاين پيل سو.
د ياد سوي کمپاين پر مهال چې درې ورځې به دوام کوي، هغه لسګونه زره ماشومان چې عمرونه يې تر پېنځو کالو کم دي، واکسين کړل سي.

په کندهار کي ددې کمپاين د پيل مراسم ددې ولايت د عامي روغتيا رياست په انګړ کي نيول سوي وه  او د همدې رياست د رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا لخوا يوه ماشوم ته ددرو څاڅکو په ورکولو سره پيل سو.

ددغه ولايت د عامي روغتيا ريس ډاکتر عبدالقيوم پخلا د سه شنبې په ورځ له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي ددې درې ورځني کمپاين په ترڅ کي به  د سهيلي حوزې په کچه ١٣ لکه ٦٥ زره او په کندهار ولايت کي به ٤ لکه او ٦٦ زره ماشومان چي عمرونه يې تر پنځو کلنو کم وي واکسين کړل سي.

ښاغلي پخلا دغه راز وويل، چي له دې وړاندي يې د کندهار ولايت په يو شمېر ولسواليو کي د جګړې له کبله نسواى کولاى چي ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورسوي

 پخلا دغه راز وويل، چې په روان کال کي د ټولې سوېلي حوزې په کچه د پوليو هېڅ پېښه نه لري خونوموړي په دې برخه کې يو ځل بياد خلکو همکاري اړينه وبلل