څوک چي په ولاړه قرائت نسي ويلائ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55655
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-06-20

فتوي نمبر(۷۳۹): مستفتي : طالب محمد سرور / اسلام اباد . پوښتنه : گران مفتي أبوالفضل صاحب ته السلام عليکم . يو سړئ دئ چي لمونځ په ولاړه کوي نو قرآئت نسي ويلائ او کله چي کښيني بيا قرآئت ويلائ سي ، ايا دَئ په ناستي لمونځ کولاي سي سره له دې چي پر ولاړي قدرت هم لاري ؟ جـواب : هغه معذوره او کمزورئ شخص چي د ولاړي په حال کي د لمانځه د قرآئت توان له لاسه ورکوي ، او د ناستي په حال کي بيا پر قرآئت قدرت درلودلائ سي ، نو دغه څوک به په ناستي سره لمونځ ادا کوي ، او رکوع او سجده به کوي . [کبيري : ص ۲۶۷] .