څه وګړي په مثال د څراغو وي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55695

دخبریدو نیټه : 2013-06-24

د فلسفي شاعر او مفکر افغان؛ استاد راز محمد راز خدای پاماني مي پرزړه ډېري پوښتني بې جوابه پرېښوولې، ویرجن یې کړم او ارمانجن یې کړم. د داسي انسانانو حضور د انساني افکارو وده تامینوي او تلون یې د کمي احساس راته دروي. څه وګړي په مثال د تورو شپو وي څه وګړي ضرورت د تورو شپو وي خو ترکومه ځایه چي یې د ورور؛ درانه عصمت زهیر څخه خبرېدلم؛ د استاد راز په وجود کي سا له ډېره وخته ناکراره وه، زهیر وو او رنځور وو، د اروښاد خبره مي په یاد سوه: زه به خود د سرو غرموسختري وړمه تاپرماسایه کرلې نه ده خدایه هو ! دایې هم ویل تاته ځکه زما د غم اندازه نه سي تادخدای مینه لیدلې نه ده خدایه ارواښاد استاد ته مینه، کورنۍ او ښاغلي زهیر ته تسلیت د لوی څښتن څخه غواړم. کوریې سوکاله او ګوریې نوراني هارون حکیمي / کابل