دروژې دمبارکی مياشتي درارسيدوله امله ددوستۍ فرهنگی ټولني دمشرتابه جرگي دمبارکی پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55924
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2013-07-09


سويدن /مالمو
د ۲۰۱۳ ز کا ل د جولاي دمياشتي ۹

ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه دروژې دنېکمرغه او مبارکي مياشتي درارسېدوله امله دنړۍ  ټولو مسلمانانو او په ځانگړې توگه افغان غيرتی ولس  ته دزړه له کومې مبارکي وايي .
دلوي څښتن له دربارنه هيله لروچي دامبارکه مياشت  زموږ پر جگړه  ځپلي ولس اودنړۍ پر ټولو مسلمانانو يوازي په عبادت اودعبادت په برکت په خوښيواو دژوند په سوله ايزو شرايطو کي تېرشي .خداي دي وکړی چې ددې مبارکي مياشتي په اوږدوکي دغم  اومرگ ، ژوبلي او وير پېغام زموږ دولس دکوم چا دکوردړه ورونه ټکوي .
متاسفانه دډله ايزورسنيو له لاري مودا واورېدلي  چې طالبان وايي موږ  به دروژې په مبارکه مياشت  کي خپلو وسله والو حملواوځانمرگی بريدونوته دوام ورکړو،ځکه پدې مبارکه مياشت کي جهاد،هم يو لوي عبادت دی .
زموږد فرهنگي ټولني مشرتابه جرگه پدي باورده چي دافغانانو پر وړاندي دافغان لخوا  وژونکۍ گزارونه  او بريد ته دجهاد تعبير ورکول اوهغه  ته داسلام دپيدايښت له وخت سره تړاو ورکول ،کوم اسلامي او انساني منطق نلري .
راسئ که موږ په رښتياسره افغانان  يو نو بايد ټول په خپل مينځ کښي سره پخلا اودا ويران وطن بېله کوم دليل اوبرهان څخه په خپلو مټوجوړ کړو  .
هغه چې پردوته دخيرات  او امر اورېدوپه موخه  سترگي په لار ناست دي ، سترگې به یې په دې نا اميدی کښي  دتل لپاره کږې پاته وي  .
که افغانان ترهرڅه تير او يوازي خپلو ملي گټوته پام وکړي اودغوملي گټوته درسېدولپاره دملي يووالي اړين تياته دقدر او ملي ارزښت په سترگه وگوري  ،پدې ډاډه يوچې ټولي ستونزي به  موډير ژرحل سي . ومن الله التوفيق
ددوستۍ دفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله  غمخور