د موقت حکومت او د قطر د دفتر په اړوند ګډه اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55938

دخبریدو نیټه : 2013-07-11

بسم الله الرحمن الرحيم
۱۳۹۲ د سرطان ۱۵

د ۲۰۱۳ کال د جون په اتلسمه نيټه د قطر مرکز دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر پرانستلو د افغان کشالې ټول اړخونه او د دوی غوره شوي سياستونه ترسيوری لاندې راوستل.
 په هم هغه ورځ چې کابل د ناتو څخه افغان پوځيانو ته د امنيتی ذمه واريو د ليږد د پنځم پړاو کوربه وه د قطر پلاز ميينه دوحه کې طالبانو د اسلامي امارت د نوم او بيرغ سره يو ځای خپل دفتر پرانست.
 د پورتنيو دوه پيښو څخه يوه ورځ وروسته د کابل تر ټولو حساس خوندی ځايونه تر بريد لاندې راغلل، د هيواد په بيلو بيلو سيمو کې جنګونو زور واخست، ځینی شمالی ولايتونه د حکومت څخه د سرکشی د زړې لانجې سره مخ شول، د اجماعګانو توده خبره بيرته سړه شوه، سیاسي اتحادونه د نوو ستونزو ښکار شول او هغه انتخابات عملا وګواښيدل چی کوم تکنوکرات ورته د مشر او ځینی جهادی مشران، قومندانان پکې د مرستيالانو، وزيرانو، اوواليانو په توګه په نښه شوی وو.
 همدغو حالاتو یو ځل بیا د سوله ايز حل تيوری پیاوړې کړه د سیاسي حل د څو محدودو لارو څخه يو هم د موقتي انتقالي حکومت همغه وړانديز دی چی څه نا څه څلور کاله وړاندې د افغانستان د آزادۍ او ملي يووالی حرکت او د خپلواک افغانستان ملي حرکت د خپلو متحدينو سره يو ځای د معضلې د حل په خاطر برابر او د هيواد د نوميالی ديني سياسي شخصيت پروفيسور عبدالستار سيرت وروستنيو دوو ټلويزوني ويناګانو ورته نوښت او سا ورکړه.
 څومره چې د لنډ مهالی ادارې جوړښت د افغان ولس ملی اړتيا ده هغومره د وطن د سولی او ملی يووالی مخالفان ددې پروړاندي خنډونه او غلطې اوازې انګازې هم مينځ ته راوړي.
 د خپلواک افغانستان ملی حرکت او د افغانستان د آزادی او ملی يووالی حرکت د موقت انتقالي حکومت د جوړښت، د دوی د برخه والو د معيارونو، او سیاستونو په هکله دا لاندي اعلاميه نشر ته سپاری:
 
۱ـ موقت حکومت دهغې مستقلې ملي افغاني جبهې د پلاتفورم په رڼا کې جوړيږي چی بنيادونه يي پر اسلاميت، افغانيت، استقلال او پر خپله خاوره د خپلو خلکو پر مشروع حاکميت ولاړ دي.
 ۲ـ جبهه د لومړنۍ ملي غونډې د جوړيدو لپاره د تدارک او تنظيم يوه کميته فعالوي.
۳ـ ددغې غونډې په جوړيدو کې عدالت، لياقت او د هيواد اجتماعې واقعيتونو ته پام يو مهم اصل دی.
 ۴ـ د افغانانو د ملي غونډې مهم هدف د مشروعيت او بيړنی صلاحيت د پياوړی مرکز ايجاد دی.
 ۵ـ جبهه عملا د ملګرو ملتو، اسلامی کنفرانس، امريکا، اروپايي ټولنی او ګاونډیو هيوادو په تفاهم او مرسته د موقت انتقالي حکومت جوړيدو ته کار کوي.
 
موقت حکومت
۱- حکومت د هغو افغانانو څخه جوړيږی چی په هيڅ ډول د خپلو خلکو په وژنه د بهرنيو یرغلونو په لارښونه، د ملت د مالونو په لوټنه او د خپل وطن د استقلال پروړاندې د سترو جرمونو په سر ته رسولو کې ککړ او دخيل نه وي.
 ۲ـ دا حکومت د افغانستان د خپلو ضرورتونو پر بنياد مينځ ته راځی د هيواد د ټولو اسلامي ملي ارزښتونو ساتل او پالل يې ملي ذمه واري ده.
 ۳ـ لنډ مهاله اداره د خپلې ټولنې هراړخيزه حالاتو ته په پام د داسی پرمختللي، نوي او په نړۍ واله کچه د منل شوي افغانی نظام د ټينګښت لپاره کار کوي چې د افغانانو د تاريخي وطن اوسنۍ انزوا ته د پای ټکی کيږدي او د سيالانو سره سيال افغانستان په پښو ودروي.
 ۴ـ طالبان د افغانې ټولنې يو واقیعت، د افغان کشالې مهم اړخ او د هيواد په سوله، ملي يووالي او سياسي راتلونکې کې يوبنسټيز اړخ دی.
 ۵ ـ د افغان کشالې د اغيزمنو اړخونو او شخصيتونو سره جوړيدونکې خبرې مهمې او ضروري دي.
 ۶ ـ د شهيدانو د کورنیو پالنه، د ځوان نسل اجتماعی پرمختګ او د ښځو د حقه حقوقو تامين د موقتې ادارې مهمې ذموارۍ دي.
 ۷ ـ د موقت انتقالي حکومت ستره دنده د قانون حاکميت ، د قانون سمون او د افغانستان پرخلکو د انحصارګرو حلقو د جبری حاکميت پروړاندی د ولس بيداري او مالي هوساينه ده.
 ۸ ـ حکومت اړ دی چی په خپله کاري موده کې عادلانه ټاکنو ته شرايط برابر کړي او د خپلې دندې په وروستۍ نيټه د چاروواګې د ملت غوره شوو مشرانو ته و سپاري.
 ۹ ـ د افغانی ټولنی د ټولو اقشارو، دينی پوهانو، قومی مشرانو مستقلو بې پرې شخصيتونو او سياسي مسلکي کدرونو څخه جوړه شوې شورا د حکومت بشپړ کاري پروګرام جوړوي.
 
په درناوې

د افغانستان د آزادی او ملی يووالي د حرکت مشر
پروفيسور عبدالستار سيرت
د خپلواک افغانستان د ملي حرکت د موقتې شوری مسئول
زرغون شاه شینواری