په روژه کي ددوا بويول :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55960
دارالافتاءابوالفضل،.
دخبریدو نیټه : 2013-07-12

په روژه کي دوابويول : فتوی نمبر (۷۴۴). مفتي : سترعلمي اوروحاني شخصي علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته. مستفتي : جانان ،جرمني السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، محترم مفتي صاحب سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کوم ، هيله چي په دې پآکه مياشت کي په خيراوعافيت سره ياست . زماپوښتنه داده : چي که يوسړي روژه دار وي اودي دوايي بوئ کړي نو په دې کار سره خوبه روژه نه ماتيږي؟ مننه . الجواب ومنه الصواب : په دې کار سره ددوا ذرات داخل ته نه ځي ، نوله دې وجي دمشک وغيره خوشبويي ګانو په ډول په دې سره هم روژه نه ماتيږي. قال ابن عابدين: لايکره للصائم شم رائحة المسک والوردونحوه ممالايکون جوهرا.