دعذر له وجي درمضان دروژې نيت ماتېدلائ سي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55964
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-07-12

دعذر له وجي درمضان دروژې نيت ماتېدلائ سي؟ فـــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۴۸). مفتي : سترعلمي اوروحاني شخصي علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته. مستفتي : مستفتي: فضل الهادي /کنړ. سلامونه اودرنې هيلي ومحترم مفتي صاحب ته وړاندي کوم : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته . ستاسي له درانه حضوره مي پوښتنه داده چي : يوڅوک درمضان په شپه دفرضي روژې نيت وکړي، يابې له مياشتي درمضانه يې دشپې لخوا دنفلي روژې نيت وکړ ، خوبيايوعذر ورپېښ سو ، نو اياددې عذر له وجي دي دروژې نيولو نيت ماتولئ سي ، اوکه يا ، اوکه ماتولي شي نو پرده باندي قضاءده اوکه قضااوکفاره دواړه سته اوکه يواځي قضاء يايواځي کفاره؟ بينوا توجروا. الــــــــــــــــــــــــــجواب ومنه الصواب : دشپې لخوا دنيت ماتول صحيح دئ ، اما دورځي دروژې نيت ماتول نه صحیح کېږي. . که چاد رمضان دمياشتي په شپه کښي دروژې نيت مات کړ ، اودورځي يې څه شي وخوړئ ، نوپرده باندي قضاء لازمه ده ، خوکه يې نيت هم دورځي مات کړ ، اوڅه شي يې هم دورځي وخوړ نو دي به کفاره هم ورکوي. اوبې رمضانه که دشپې دروژې نيت وکړي اوبيرته يې دشپې مات کړي نو هيڅ شي نسته پرده باندي ، اوکه يې دورځي مات کړنو پرده باندي قضاء راوړل دروژې سته . ولايبطل بالمشية «قوله انشآءالله» بل بالرجوع عنها بأن يعزم ليلا علي الفطر ونية الصائم الفطر لغو . کذافي الدرالمختار . ومن اصبح غيرناو للصوم ، فأکل لاکفارة عليه . ان نية الصائم الفطر لغو. انها تبطل بالرجوع ليلا