په دې وروستيو کې د امريکې د اساسي حقونو د مرکز څو غړي افغانستان ته راغلي تر څو د ګوانتنامو د افغان زندانيانو له کورنيو سره له نيږدې وګوري په همدې موخه د افغانستان د بشري حقونو مرکز په ګوانتنامو کې د ټولو افغان زندانيانو له کورنيو نه غوښتي چې د دوى مرکزي يا سيمه ائيزو د فترونو ته ورشي او د خپلو زندانيانو په اړه له امريکې څخه د راغلو مدافع وکيلانو سره له نيږدې وګوري ،او د خپلو بنديانو په اړه ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي . دغه راز د زندانيانو کورنۍ کولاى شي چېد نورو مالوماتو لپاره د ټلفون په دغه شمېره اړيکې ټينګې کړي . ٠٧٩٥٥٣٣٩٧