مدني ټولنوسیدانور دي دملي خیانت په تور محاکمه سي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56095

دخبریدو نیټه : 2013-07-18

سیاسي فاحشه انور سادات دې ژر تر ژره له ولسي جرګې ګوښه او د ملي خاین په تور دې محاکمه شي!

دا ډول اجير او غیر افغان خلک د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ تربګنیو ته لمن وهي او ملي وحدت له منځه وړي!

مطبوعاتي اعلامیه
د بيړني خپراوي لپاره
۲۷، چنګاښ (سرطان) ۱۳۹۲
کابل

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS) او ملګرې شوراګانې، ټولنيز سازمانونه، نا دولتي موسسات و ولس په دې ټینګ باور لري چې افغانستان د ټولو ورونو قومونو ګډ کور او په دغې کور کې د ورورګلوۍ فضا رامنځته کول او د ملي یو والي ټینګول د ټولو قومونو ګډه ملي او اسلامي دنده ده، چې له بده مرغه د یو شمير وطن پلورونکو اجيرو کړیو او اشخاصو لخوا له ملي ادرسونو او د ملت له کوره ملي وحدت او ملي نواميسو ته سپکاوی کيږي، چې زموږ له نظره يې عواقب ډېر خطرناک او قومي، سمتي او ژبنیو شخړو ته لمن وهي.                                                          

موږ د ملت د ارادو د تمثيل له کوره د دغې کور ( ولسي جرګې) یو اوباش، نا افغانه او د ملي ارادو دښمن غړي انور سادات د غير افغاني او بې شرمانه څرګندونو په اړه په دې توګه خپل دريځ څرګندوو:

۱. انور سادات افغان نه دی، موږ د ولسي جرګې پر ټولو هغو غړو چې ملي شهامت او غیرت لري غږ کوو چې دغه سیاسي فاحشه او پردی اجير د چنګاښ (سرطان) د میاشتې تر اخره له ولسي جرګې وشړي.

۲. موږ پر لويه څارونوالۍ غږ کوو چې د ملي وحدت، ملي هویت او ملي نواميسو د مدافع ارګان په توګه دې انور سادات تر جدي عدلي تعقیب لاندې ونيسي او د ملي خاین په تور دې محاکمه شي، د نوموړي ډي ان ای (DNA) معاینه دې وکړي او افغاني تابعیت دې ترې واخيستل شي.

۳. موږ د افغانستان پر ټولو ورونو قومونو، په ځانګړي ډول ازبکو خویندو ورونو غږ کوو، چې د انور سادات په څير اوباش او مزدور وګړي له ځانه وشړي، او د هيواد ملي وحدت، ارضي تمامیت او ملي نواميسو د دفاع لپاره یو موټی شي.
                                                       
سوکاله او سرلوړی دې وي افغانستان!
امن دې وي پر ټوله نړۍ!

ډېر درنښت،

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)، امن بشري موسسه، د افغانستان ملي تحریک، د افغانستان د ولسي جرګې د نوماندانو سراسري اتحاد، د غلجیو او هوتکو سراسري قومي شورا، د ځدراڼو ځوانانو سراسري ټولنه، زيار مدني ټولنه، د لويې پکتیا ځوانانو ګډه جرګه ګۍ، ځوان ځواک مدني خوځښت، طوطاخیلو شورا، ختیځ ځوانانو مدني ټولنه، د ځاځیو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه، افغان یون مدني خوځښت، افغان ميډیا نړېواله ( امن) او د افغانستان قرمان ولس او مدني ټولنې.