په خیبر پښتونخوا کې د افغان مهاجرینو د متحدې عالي شورا اعلامیه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56295

دخبریدو نیټه : 2013-07-28

 

افغانستان د ټولو افغانانو چې په هره ژبه خبرې کوي ، په هر قوم او ملیت پورې چې تړلي وي او دهیواد په هره برخه کې چې اوسیږي ، شریک کور دی او هیڅ افغان په بل کوم برتري او لوړوالی نلري، بلکی ټول په مساوي ډول د قدر او درناوي وړ دي او دبرابرو حقوقو خاوندان ګڼل کیږي .زمونږ د ملی وحدت دښمنان هڅه کوي چې د خپلو لاسپوڅو او ګمارل شويو جاسوسانو له لارې د افغانانو تر منځ د تعصب ، نفرت او ځانځانۍ اورونو ته لمن ووهي، تر څو د افغانانو د خپلمنخي اختلافاتو ، بې اتفاقۍ او ټوټې ټوټې کيدو په نتیجه کې خپلو شومو او ناروا اهدافو ته ورسیږي او افغانان په خپلو استعماري لومو کې راګير کړي.
مونږ په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو د تش په نامه استازی سید انور سادات ، د هغو شیطاني خیالاتو او افغاني ضد څرګندونو چي د پښتنو په اړه يې کړي غندنه کوو اوپه کلکه يې ردوو.
سید انور سادات چې د هیواد د دښمنانو لخوا تغذیه کیږي او په رګونو کې يې پردۍ وينه چليږي د خپلو بادارانو د خوشحالولو لپاره د پښتون د ستر او غيرتي قوم توهین او سپکاوی کړی او د ملی منافعو پر ضد يې خبرې کړي چې په هيڅ ډول هیڅ افغان ته د منلو او زغملو وړ نه دي.
مونږ په هیڅ ډول د افغانستان د ملي ارزښتونو ، ملي هویت، ملي مقدساتو او ملي ویاړونو سپکاوی نشو زغملی
 او هیچا ته د دې اجازه نه ورکوو چې زمونږ د ملي ګټو او ملي وحدت پر خلاف قدم پورته کړي او په هیواد کې ددښمنانو شومې نقشې او پلانونه پلې کړي.
مونږ په داسې حال کی چې په خپل افغانیت ویاړو او د خپل ملی هویت دفاع او ننګه خپله ملي فریضه او دنده ګڼو د سیدانور سادات او د هغه د ملاتړو دشیطاني هڅو او ملي ضد سرګرمیو په کلکه غندنه کوو, ردوو یې اوبد پرې وایو .له ولسی جرګې ، لويې څارنوالۍ او سترې محکمې غواړو چې نوموړی د محاکمې میز ته راکاږي ، د خپل شرمیدلي او ملي ضد عمل له امله ورته درنه او عبرتناکه سزا ورکړي او د ولسي جرګې غړیتوب ترې واخلي