يوناما: د ملکي تلفاتو کچه ٢٣ سلنه لوړه شوې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56346
لودين
دخبریدو نیټه : 2013-07-31


ملګري ملتونه وايي ، چې د روان ميلادي کال په لومړۍ نيمايي کې د تېر کال د همدې وخت په پرتله په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه ٢٣ سلنه لوړه شوې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) د راپور له مخې، په تېرو شپږو مياشتو کې ٣٨٥٢ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ، چې له دې ډلې ١٣١٩ تنه وژل شوي او پاتې ٢٥٣٣ تنه ټپيان شوي دي.
د راپور له مخې، دا شمېره ښيي، چې د وژل شويو کسانوکچه ١٤ سلنه او د ټپيانو ٢٨ په سلو کې لوړه شوې ده.
يوناما وايي، چې له يادو کسانو څخه د دولت وسله والو مخالفينو ١٠٣٨ ته وژلي او ١٨٢٥ نور يې ټپيان کړي ، چې دغه شمېرې د ټولې مرګ ژوبلې ٧٤ سلنه جوړوي.
سرچينه زياتوي ، چې دا شمېره د تېر کال په پرتله ١٦ سلنه لوړوالى ښيي.
راپور وايي، چې افغان او بهرني ځواکونه د نهه سلنې تلفاتو مسوول دي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې،د ملکي تلفاتو له يادې شمېرې افغان او بهرنيو ځواکونو ١٤٦ تنه وژلي او ٢١٦ يې ټپيان کړي دي ، چې دا د تېر کال په پرتله په وژنو کې ١٦ سلنه کموالى ، خو په ټپيانو کې ٥٨ سلنه ډېروالى ښيي.
يوناما وايي، چې د ملکي تلفاتو له ټوليزې يادې شمېرې ١٢ سلنه د مخالفينو او دولت پلو ځواکونو په ځمکنيو جګړو کې وژل شوي او د پاتې پنځه سلنې تلفاتو لامل د چاودېدونکيو توکو د پاتې شونو چاودنې دي.
د يوناما د بشري حقونو د برخې مسوولې جورجت ګنيان نن په يوه خبري ناسته کې په کابل کې د ياد شوي راپور د وړاندې کولو پرمهال وويل ، چې په لومړۍ درجه کې په عامو سيمو او لارو کې د مخالفينو له خوا خښ شوي چاودېدونکي توکي او په دويمه درجه کې د دولت پلو ځواکونو (افغان او بهرني) او مخالفينو ترمنځ ځمکنۍ جګړه د ملکي تلفاتو لامل دي.
ګنيان وويل، چې د تېر کال د لومړۍ نيمايي په پرتله د ښځو او ماشومانو تلفات ٣٨ سلنه ډېر شوي دي.
دې په دې اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ وويل ، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ٣٣٧ تنه ښځې او ماشومان وژل شوي او ٧٧٠ نور ټپيان دي.
هغې زياته کړه:"د ٢٠١٣ کال په لومړۍ نيمايي کې د ملکي تلفاتو ډېروالى د افغانستان خلکو ته وېروونکى دى. دا مسئله څرګندوي ، چې په جګړو کې د ملکي خلکو د ساتنې لپاره د ښکېلو خواوو پياوړې ژمنې ته اړتيا ده."