د خوشال بابا فکري بهير د غونډې خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56358

دخبریدو نیټه : 2013-07-31

د خوشال بابا فکري بهير د غونډې خبرتیا

درنو دوستانو! خوشال بابا  فکري بهير چې دا څو اوونۍ يې خپلې اوونيزې غونډې په کاروان پوهنتون  کې نيولې وې، راتلونکې غونډه به يې د سينما پامير په دويم پوړ (کتاب ښار)کې وي. د نورو موضوعاتو تر څنګ د غونډې يوه مهمه موضوع ( په  افغانستان  کې د هند او پاکستان تر منځ سيالۍ) تر سرليک لاندې د يوه مهم تحقيق پرېزنټېشن دی.

د خوشال بابا په فکري بهیر کې د ورځې پر مهمو مسايلو بحث کېږي، د مهمو کتابونو لنډيز وړاندې کېږي او د روزنيزو او مالوماتي مسايلو په اړه پرېزنټېشنونه ورکول کېږي. هغه دوستان چې لېوالتيا لري، په آزادانه توګه د خوشال بابا فکري بهير په غونډو کې ګډون کولای شي.

د  غونډې وخت: پنجشنبه (د زمري ۱۰)، د  ماسپښين درې بجې
 
د غونډې ځای: د سينما پامير دويم  پوړ، کتاب ښار

د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۴۰۹۰۹۲۴، ۰۷۸۷۲۶۷۲۶۷