ولس مشر ه : توريالی ويسا شرابي او فاحش چارواکي مو وګوری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56367

دخبریدو نیټه : 2013-08-01


ملګرو يوه ضروري يادونه کوم   ما غوښتل چي دا مستنده او پر اسنادو ولاړو ليکنه ډير وختي وکړم او په دي اړه مي په  کندهار ملي تلويزيون کې د يوه ملګري څخه درې مياشتي مخکي اسناد تر لاسه کړي وه خو په پوهنتون کي ازموينو او
 هند هيواد ته  مي  يو مياشتني سفر ليکنه وځنډول او غواړم چي اوس هر څه افغان ولس   جمهور رييس او  کندهار والي ته وړاندي کړم .
څه موده مخکي  په بينوا ويب پاڼه کي  يوه ليکنه ولوستل  د کندهار يوه  ليکوال  صديق الله خليق کړي وه ، د ليکني عنوان وو چي  د کندهار ځوان مديريت د ستايني وړ دي .
په ليکنه کي  د کندهار د مرستيال والي عبدالقديم پتيال ، ښاروال قاضي محمدعمر ، د اطلاعاتو او فرهنګ د ريس دواخان مينه پال ،د کندهار تلويزيون د  رييس نورالله نوري  او د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق نومونه ياد سوي وه او د هغوي   خدمت ستايل سوي وو .
د ليکني له متن  معلوميدل چي  ښاغلي خليق ښه ډيره غوړه مالي کړي وه  خليق به خود د خپلو هغو ملګرو چې شپه او ورځ شراب ورسره خوري صفت کوي  په اصتلاح د بوتل انډيوالان  يي دي .
دا شرابي چارواکي  زموږ د ملت د ويني تويوني څخه خوند اخلي او د دې مظلوم او ناخوالو ځپلو خلکو غم ځان ته خوښي بولي او خپلي چړچي پکښي وهي .
    په دې تشريفاتي او غوړه ماله ليکنه کي  ښه پوره  خيټالوژي کار سوي وه وه خو د کندهار د امنيه قوماندان  خدمت به تر ډيره ځايه ورسره ومنم .
په ليکنه کی  د کندهار د اوسني مرستيال عبدالقديم پتيال په اړه ويل سوي وه .


((زما ښه په ياد دي چي دکندهار اوسني والي ( ډاکترصاحب ويسا ) هغه وخت دځوانانو يوه پراخه غونډه رابللې وه او داطلاعاتو اوکلتور ريس ( دشهيدبابي دځايناستي ) په اړه يي تصميم ځوانانو ته په لاس ورکړ .
ځوانانو هم درايو په اکثريت دخپل منځ څخه ترټولو غوره ځوان پتيال صاحب چي واقعا دغوره او بې جوړي انساني اوصافو او افکارو څښتن دي ددې رياست دسرپرست په توګه وټاکه .
داچي پتيال صاحب ددې رياست پرپښودرولو او په هغه کي داصلاحاتو دمنځته راتګ په برخه کي څه وکړل ؟ ټولو ته عيان دي او بيان ته يي حاجت ځکه نه وينم چي که نوموړي دځان څخه لکه څرنګه چي ښايي فعاليت نه واي ښکاره کړي نو دا دباور وړنه وه چي هغه دي نن ورځ دکندهار غوندي يوه مهم او له هره اړخه ستراتيژيک ولايت مرستيال ( دولايت مقام معاون ) ټاکل سوي واي
او په دومره بري سره يي ذکرسوي دنده تراوسه پرمخ وړله .))


خليق په ليکنه کی  ښه برابر درواغ ويلي وه دلته به زه د پتيال هر څه مستند درته وړاندي کړم او وروسته تاسو قضاوت وکړی
لمړی د هغه  د شراب خورۍ يو  عکس وګوری .



پتيال چې له لويه سره يې ښوونځي نه ده ويلي او څو کاله مخکي يي د پوهني رياست له لوري د ديني عالمانو په ازموينه کې ګډون وکړ اسناد تر لاسه کړه  خو که له واقيعته سترګي پټي نه سي استعداد لري ځکه هغه ازاده مطالعه زياته کوي او په کندهار کي  هم د  يوه  روڼ انده ځوان په سترګه ورته کتل کيږي  خو په دولتي دنده کي هيڅ تجربه او وړتيا نه لري .
هغه چې اوس ښه مست شرابونه او کبابونه وهي د ځينو ملګرو سره چې دي يي د زړه انډيوالان بولي په  پوره ډول په اخلاقي فساد هم اخته دي .

کله چې بابي صاحب شهيد سو نو اوسني کندهار والي نوموړي د  اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست وټاکه  خو د ماش په ډول يې هيڅ خدمت ونه کړ ،  د نوموړي د دورې پر مهال د طلوع افغان اخبار چې د څو ورځو دپاره رنګه شو د منځه يووړ ، د نوموړي په ټوله دوره کي  کندهار مجله دوه ځلي نه سوه چاپ ، مطبعه يې فلج کړه او په اداري لحاظ يې هم د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځمکي ووهي .
تر څه مودې وروسته کندهار والي توريالي ويسا نوموړي د مرستيال په توګه ومانه او وټاکه .
پتيال سمدستي لويه وضعه پيل او .... ته يې لو لوټه کېښودل .


پتيال چي  اوس هم د مرستيالي وظيفه په غاړه لري د خدمت څرک   يې په ذره بين کي هم  نه ليدل کيږي   خو د ده د لاسه ستونزي زياتي سوي ، اداره ناکامه سوي او ښاغلي پتيال اوس د خپلو ملګرو سره په شرابو او کبابو بوخت دي ، نوموړي هره  پنجشنبه په عينو مينه    کي د کندهار ښاروال   دواخان مينه پال   نورالله نوري او نورو ملګرو سره شراب او کباب خوري .
تاسو پورته او لاندي انځورونه ليدلاي سي


په عکسونو کي چي کومه ساحه ليدل کيږي د کندهار د خاکريز ولسوالۍ د شااغا د زيارت سيمه ده چي  د نوي کال په شپه د کندهار د بوتلونو د انډيوالانو  يوه ډله تللې وه ، هغوی له ځانه سره څو لغړزني هلکان هم بيولي وه او هلته يي ښه پوره بچه بازي هم وکړه. يوه ملګري راته وويل چی د دوی سره تللی وو ، وويل چي دوی او هلکان ټوله شپه په يوه کوټه کې وه  نور نو خدای خبر دی چي څه به سوي وي ، يوڅه خو هتمي سوی دی .


په ليکنه کي  د کندهار ښاروال د خدمت يادونه هم سوي و    هغه ښاروال چي  يوه مياشت په کندهار کي  او ۱۱ مياشتي په امريکا   دوبۍ او کابل کي خپلي چړچي وهي .
هغه د کندهار دپاره هيڅ راز خدمت نه دي کړي   هغه تر ټولو ښاروالانو ښه ډيري غلاوي کړي دي   په کندهار ښار کي د ده د لاسه بيارغونه په ټپه ولاړه ده د ښاروالۍ رشوت خور سپي يې خوشي کړي دي هر ځاي چې شخصي ساختماني کارونه کيږي دوي پيسي ترې اخلي او کندهار ښاروال ته خپله ونډه رسوي .
د ښار په هر واټ کي کوټه کوټه کثافات او د ښار وران سړکونه چې هره ورځ موټرونه پر چپه کيږي يوه ښه بيلګه ده او ټول خلک تري خبر دی .


د قاضي د بيغوری او بی کپايتی له امله نن د زموږ د وطن د لوی شهيد چي پر همدي ښار يی سر ورکی لاسته راوړني مخ پر له منځه تلو دی .


خليق ته يو افرين وايم چه  د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د خدمت يادونه يې کړي وه ، د هغه خدمت تر لمر روښانه دي ، هغه کندهار ته يو واکعي امنيت راوستي دي   هغه  هغه بريدونه د منځه وړي دي چې کندهار ښار به هر ورځ ترې ځوريدي . 
هغه اوس هم په خپل ټول توان خدمت کوي او کاري ټيم يې ورسره په کلکه ولاړ دي   خو که د پوليسو او د حوزو د امرينو څخه څه شکايتونه موجود هم دي خو امنيه قوماندان  د خلکو شکايتونو ته مثبت ځواب ويلي دي .
هغه نه يوازي چي په پوره ډول د اخلاقي فساد  څخه پاک دی او مومن کس دی بلکه په وړاندي يي په مبارزه هم اخته دی .
په ليکنه کې د ملي راډيو ټلويزيون د امر نورالله نوري د خدمت يادونه هم سوي ده   زه چی تر کومه ځايه د تلويزيون خپروني ګورم او د تلويزيون د ځينو ملګرو سره معلومات کوم وايی چې تر يوه ځايه ښه سوي دي خو په اداره کې د ښاغلي نوري د چلند څخه شکايت کوي  .
د خليق د يوي بلي خبري پخلي هم کوم ، هغه د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د ريس دواخان مينه پال د خدمت يادونه هم کړی ده ، په رشتيا هم مينه پال د پتيال له لوري وژل سوي طلوع افغان خبريال بيرته ژوندي کړي او هيري  مجله ( کندهار ) ته يې نوي سا ورکړه .
هغه په کندهار کي د فرهنګيانو تر منځ خپل منځي اختلافات هم تر ديره ليري کړي او په لنډه موده کي يي  زياتي فرهنګي هڅي کړي دي خو بس نه ده او نورو کارونو ته هم اړتيا ده ، مينه پال که څه هم شراب خورۍ کې د پتيال په مشري د جوړي سوي ډلې  کليدي  غړی دی   د صادقه خدمت تمه نه سي ورته کيدلای .

زه د  يوه کندهار ي ځوان په صفت جمهور رييس حامدکرزي  . د کندهار قومي مخور شاولي خان کرزي . په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو  . د کندهار ولايتي شورا او د دي ولايت مخورو شخصيتونو ته وايم چې نور کندهار د دا ډول شرابي او پاحشو کسانو له شتونه پاک کړي .
امنتي ارګانونه مکلف دي چي دا شرابي ډلي کشف او د قانون منګولو ته يی وسپاري .
کندهار  جګړو ځپلي ، هره ورځ لسګونه کسان پکښي وژل کيږي ، ناوياني کونډي کيږي ، ميندي ژړيږي او نژدې هره ورځ په يوه کورنی کي د غم کمبلي هواريږي . دلته خلک په فقر کې ژوند کوي .  معارف په ټفه سکوت دی   دلته بی روزګاري خپل اوج ته رسيدلي   دولتي ادارو خولی خلاصي کړي چي رشوت ورنه کړي کار نه کوي   د بريښنا د نه شتون له امله خلک په ۴۸ درجې ګرمی  کې ژوند کوي . 
د شرابي چارواکو څخه به  د خدمت کومه تمه وسي ؟
 د خلکو ږغ نه اوري 
 مطبوعات يې انحصار کړي دي  او يوازي خپلي شخصي ګتي تر هر څه دير ازرښت ورته ولري ، د کندهار خبريالانو چې تر ټولو ډيري دوی ته سترګي دي ، ځيني يې د دوی سره لاس دي ، د شرابو او کبابو ميلي ورسره کوي ، د دولت څخه معاش اخلي او د خلکو ږغ تر ځايه نه رسوي   په لاندي عکس کي د هيواد تلويزيون خبريال عبدالعزيز پوپل دی چی  د پتيال او د هغه د مستي ډلي په منځ کي د يوه بل ځوان سره په ګډا بوخت دی


د شرابو نه څښل الهي امر دي او د قدرتونو مالک هغه چا ته سزا ورکوي چي د ده امر نه مني .
د لازياتو معلوماتو دپاره لاندي څو کرښي ليکم


 (( د شرابودڅيښلوسزاپه شريعت کي:
په شريعت کي دشرابووڅښونکي ته ۸۰ اتيادورې ټا کل شويدي، داچې ولي په اسلام کي دشراب خوړه لپاره ۸۰ دورې ټاکل شويدي ددې ځواب لاندي موندو:
که چيري ديوه انسان عمرسل کاله وي،نوښکاره خبره ده چې په لومړيو۱۵ کلونوکي عقل پوره نه وي نوځکه شريعت تر۱۵ کلنۍ وروسته يو انسان مکلف کوي، اوهمدارنګه ترسلوکلونومخکي هم دانسان عقل اودماغ ډېرضعيفه اوکمزوري وي ودې انسان ته دهرکال په بدله کي يوه دوره وهل کيږي اوودې شراب خوره ته په دې سزاورکول کيږي چې کله عقل پوره سي نوبيادخداي داحکاموعملي کول فرض اواړين دي، داچې دي شراب څښي  نوعقل ويجاړوي اودي دسزالايق سوداځکه چې له ده څخه هرڅه پاته دي.
: شراب دمتيازو(بولو) په شان غليظ نجاست دی  داځکه چي ددي نجاست په قطعي دلايلوسره ثابت دی.
  هرهغه څوک چې شراب حلال ګڼي هغه کافردي، داځکه چې هغه ددليل قطعي نه منکردي..))


څوک چې د خدای ( ج) امر نه مني او الهي احکام تر پښو لاندي کوي نو د خلکو او ولس سره په تر کومه وفاداري وکړي .
درنو لوستونکو!
په دې ليکنه کي مي  هر څه په لنډو کي  درته وويل او يوازي مي هغه څه وړاندي کړه چي حقيقت او پر اسنادو ولاړ  واقيعتونه وه  په دي اړه مي هڅي پيل کړي دي چي نور اسناد هم تر لاسه او خلکو ته يی وړاندی کړم .
زه دا په ډاګه وايم چي د پتيال او د هغه د نورو ملګرو سره چی لوړ يی نومونه اخستل سوي وه هيڅ دښمني   عقده  شخصی تضاد او نور مخالفت نه لرم يوازي مي پر خپل خلګو زړه سوزي چي ولي د هر څه قربانی دی ؟ وبه ګورو چي د فساد پر ضد پيل سوي  مبارزه په رشتيا هم رښتيني ده او که ماضی  د خلکو د تيرايستلو دپاره هر څه کيږي .
جمهور ريس ته يو ځل بيا وايم چي د کندهار د اتل شهيد شهيد احمدولي خان کرزي ، شهيد غلام حيدر حميدي  او په زرګونو نورو شهيدانو ته د درناوي  د هغو کونډو ناويو   بورو ميندو او   ورارو خويندو د عزت او غم د درناوي په خاطر دافغانستان د سرنوشت سازه  او تاريخي ولايت د عزت او پت ساتلو په خاطر دا شرابي او بد اخلاقه ډله د کندهاره ليري کړی .

 

عزت الله الکوزی: کندهار ښار