د ګوانتانامو په بندیانو ستر مصارف

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56394
ژباړن : نثار احمد صمد
دخبریدو نیټه : 2013-08-03

راپورتر : مکس فیشر
منبع : واشنګټن پوسټ
نېټه : ۳۱/۷/۲۰۱۳


که امریکا د ګوانتانامو هر بندي ته د کاله دوه ملیونه ډالره ورکولای ، تر څو هغوی څه نه کولای ، نو په ملیونونو ډالره به سپمېدلي وای .
د میامي هیرالډ ورځپاڼی څخه کېرل روزنبرګ ، چی په عین حال کی د ګوانتانامو لپاره د خپرونو مشر هم دی ، یو تازه راپور اټکل کړی دی چی له مخی یې امریکا د دې زندان د فعال ساتلو لپاره د کاله څه کم نیم بلیون دالره مصرفوی . دا پیسې چی د پوځیانو معاشونه ، د پوځی محکمې مصارف او نور فیسونه هم پکښی شامل دي ، سږ کال ۴۵۴ ملیونو ډالرو ته ورسېدې خو ښایی بل کال یو څه لږ سی . دغه معلومات د پنتاګون د هغو ارقامو او اعدادو څخه اخیستل سوی دی چی کانګریس ته یې لیږلی او تازه خپاره سوي دي .
څنګه چی په دې زندان کی فقط ۱۶۶ بندیان شپې سبا کوی ، نو د دغه تعداد لپاره دا  مصارف نور هم سړی پریشان او سرخوږئ کوی . دا په هر بندي باندی د کاله ۲٫۷ ملیونه ډالره کیږی . روزنبرګ وایی چی په دې اټکل کی آن هغه یو ځلي ۱۳٫۵ ملیونه ډالره مصرف شامل نه دی چی د څو دفترونو د جوړولو او نورو جاری خرڅونو لپاره وو چی جزیًات یې پټ ساتل سوي دي ، تر څو « اووم نمبر کېمپ » پرې وساتی چی بندیان یې د سي آی اې لخوا نیول سوي دي . وګورئ په پرتلیزه توګه په ۲۰۱۰ کی د کلیفورنیا د حکومت یوه مطالعه ښیی چی دغه حکومت د یو بندي د ساتلو لپاره د کاله فقط ۴۷۰۰۰ ډالره مصرفوی .
د پنتاګون له مخی د  ګوانتانامو په زندان باندی د ۲۰۰۲ راهیسی تر ننه ۵٫۲۴ بلیونه ډالره مصرف سوي دي . د سږ کال مصارف یې ۴۵۴ ملیونه ډالره دي چی لاندی برخی لری :
۱۴۶ ملیونه ډالره د پوځیانو نامعلوم مصارف دي ؛ ۱۱۶ ملیونه ډالره په کیوبا کی د نظامی محکمې د ودانۍ او خدماتو مصارف دي ؛ ۶۶ ملیونه ډالره د اوسېدو د ځایونو ، د سمندري ځواک د بېسونو او نورو اوسېدنځایونو مصارف دي ؛ ۵۷ ملیونه ډالره د ترجمانانو ، ترجماني ذرایعو او قلم ، کاغذ او کتابونو مصارف دي ؛ ۴۰ ملیونه ډالره د کېبلونو او اړونده شیانو مصارف دي ؛ ۱۴ ملیونه ډالره د بندیانو د بیا کتلو مصارف دي ؛ ۱۵ ملیونه ډالره هم متفرقه مصارف دي .
په فرضي توګه امریکا کولای سی چی هر بندي ته د کاله دوه ملیونه ډالره ورکړی تر څو هغوی څه ونکړی ، چی په دې کار سره به دغه جنجالی زندان وتړل سی او هم به هر کال ۱۱۰ ملیونه ډالره سپما ( بچت ) وسی او هر یو به ګټونکی هم وی .
خو دا کار د ځینو دلایلو پر اساس امکان نلری . دا مو صرف هغه څه ته متوجه کوی چی نه یوازی د ګوانتانامو د جېل مصارف او بې کفایتی ډالرونه خوری ، بلکی یو بل دلیل یې دا هم دی چی د اوباما حکومت غوښته چی دا زندان وتړی . خو دا چی حکومت ولی په دې کار کی ناکام سو علت یې د مخالف ګوند جدیت او د خپل ګوند سیاسی اراده وه ، سره له دې چی بارک اوباما شخصأ د دې جېل تړنه غوښتله .
همدا علت دی چی امریکا ته د یمن لخوا په زړه کی دا وسوه ور واچول سوه چی وړاندیز یې ورته وکړ چی د پرمختللی تکنالوجۍ پر اساس یو زندان ورته جوړ کړی تر څو د ګوانتانامو یو څه بندیان ور انتقال کړی چی دا کار شل ملیونه ډالره مرسته غواړی چی ستره برخه به یې امریکا ورکوی . که دا کار وسی نو هغه به د امریکا لپاره مصارف نور هم ډیر کړی . ځینو چارواکو په دې اړه ځکه تشویش ښکاره کړی دی چی یوه اوونۍ مخکی په عراق ، پاکستان او لیبیا کی زندانونه مات سول .
ځکه نو د اوباما حکومت څه وخت دا پلان هم درلود چی دغه بندیان یو امریکایی جېل ته ولیږی . خو دا پلان وروسته د سیاسی مخالفت له وجی فسخ سو.
پوښتنه  دا ده چی دغه ۱۶۶ بندیان لا ولی بیا هم ناست دي ، حال دا چی ساتنه به یې نور زیات مصارف هم په بر کی ولری ؟ دا سوال عجیبه ښکاری ، خو آسانه دی : ځکه چی د دغو څخه د ۸۶ بندیانو د ایله کولو هدایت سوی دی چی هغوی نور نو امریکا ته خطر نه لری . لاکن امریکا غواړی چی ځینی دغه بندیان همداسی کوټه قلفه وساتی حال دا چی هغوی یې نه په ملکی او نه هم په نظامی محکمه کی نه دي محاکمه کړي . ځینی وختونه یې علت دا وی چی د هغوی شاهدي د بوش د مهال هغه داغونه او لکې دي چی د ډیرو لیدونکو په نظر شکنجه بلل کیږی .
امریکا تر اوسه داسی هیواد نه دی میندلی چی دغه بندیان ترې قبول کړی ، بل دا چی کانګریس ورته وایی چی د دې ضمانت ( عملأ امکان نلری ) چی دغه بندیان به بیا تروریزم ته مخه نه کوی .
په بل عبارت ، سپینه ماڼۍ واضحأ دا نه خوښوی چی په ګوانتانامو کی په هر بندي باندی د هغوی د کوټه قلفۍ لپاره د کاله ۲٫۷ ملیونه ډالره مصرف کړی . خو هغوی د ځینو ملحوظاتو له مخی ، د نړیوالی دیپلوماسۍ څخه نیولې تر کورني سیاست پوری ، په یو حقوقی برزخ کی راګیر دي . نو په پیغور سره باید ورته وویل سی چی د دومره ډیرو پیسو سره سره چی په دغو بندیانو مصرفیږی ، هغوی قهرجن دي او هیڅ خوشحاله نه دي . ډیرئ یې دا اعتراض کوی چی د برایًت حاصلولو او خوشی کولو د هدایت سره سره بیا هم کوټه قلفه دي او همدا علت دی چی د تیر پسرلي راهیسی یې د لوږی اعتصاب کړی دی . پای