خپلواک افغانستان ملي حرکت ټولو ته د اختر مبارکی وايي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56484
زرغون شاه شينواری
دخبریدو نیټه : 2013-08-07

 

دروژی د مبارکی مياشتی په تيريدو سره دافغانستان خلک او د نړی مسلمانان دواړه اختر نيکمرغه ورځی نمانځی .

دري نيمی لسيزی وشوی چی زمونږ مجاهد ملت هر اختر په خونړيو جګړو کی تيروی .

دافغانستان خلکوهر چيری چی ژوند کوو  راځی په يوه اتفاق د خپل لوی څښتن څخه خپل محروم ملت ته د نجات لپاره د زړه له کومی دعاګانی وکړو او په خپل مينځی پيوستون سره دروانی بدمرغی د ختميدو په خاطر يو بل ته دوروری ، مينی او ملی روغی جوړی لاسونه وراوږده کړو.

د خپلواک افغانستان  د ملی  حرکت مرکزی شوری په همدی هيله د افغانستان مجاهد ملت ، ددنيا مسلمان امت او د هغو ټولو رسنيو ايماندارو چلونکو کارکوونکو ته دواړه اختر ډیری ډیری مبارکی وړاندی کوی چی  د مستفل ، متحد اوسرلوړی افغانستان د جوړپدو په خاطر صادقانه مبارزه او ملی خدمتونه سرته رسوی.

اختر دی د ټولو مبارک شی

 

د خپلواک اففانستان د مرکزی شوری موقت مسول