په اسلام کي د سرسايې د مشروعوالي تاريخ :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56497
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-08-08


فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۵۰):

مفتي :
سترعلمي اوروحاني شخصيت علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.

مستفتي  :  احمد علي /أبوظبي  .
محترم علامه أبوالفضل صاحب ! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، قدرمنه زما پوښتنه داده چي »سرسايه»په اسلام کي له کوم تاريخ څخه فرض یا واجب ګرځیدلې ده ؟

الجواب ومنه الصواب  :


محترمه وروره ! د هجرت په دوهم کال د شعبان په مياشت کي کله چي د رمضان روژې فرض کړې سوې ؤ‎،نو صدقة الفطر ، يعني سرسايه هم مشروع او واجبه وګرځيده .