د سرسايې په زکاة الفطر سره د نومولو وجه :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56500
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-08-08


فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۵۳):

د سرسايې په  زکاة الفطر سره د نومولو وجه : 

مفتي :
سترعلمي اوروحاني شخصيت علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.

مستفتي  : مولوي  اختر محمد  /قندهار  .
و ستر علمي شخصيت ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندی کوم ، پوشتنه مي داده ، چی سرسايې ته زکات الفطر ولي ويل کيږي  ؟ 

جواب  :


محترمه  ! زکاة په عربي ژبه کي په څلورو  معناؤ کي مستعمل سوئ دئ  :  نِما ، زيادت ، برکت ، طهارت  .
سرسايې ته زکاة ځکه ويل کيږی چي د سرسايې د ادا کولو په وجه د مسلمان په  بدن ، مال او دين کي دغه څلور سره شيان حاصليږي  . هم يې په بدن ، مال او دين کي زياتوب راځي ، او هم يې بدن له ګناه ، او مال يې له حرامو څخه پاکيږي  ، او هم يې بدن او مال د سرسايې په وجه نِما او پرمختګ کوي ، او هم يې په بدن ، مال او ديانت کي الله پاک برکت پيدا کوي .
او زکاة الفطر پدې وجه ورته ويل کيږي ، چي د روژې د ماتولو په سبب ،  د روژې له تيريدو سره سم واجبه سوېده  .
                                         والسلام  .