ايا د سرسايې په قرآن کي ثبوت سته ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56501
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-08-08


فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۵۴)



ايا د سرسايې په قرآن کي ثبوت سته  ؟

مفتي :
سترعلمي اوروحاني شخصيت علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.

مستفتي  :  عبدالرحيم  /اسلام اباد /أحمد الله /هرات  .
محترم المقام علامه أبوالفضل صاحب ته نيکمرغه  کوچني اختر مبارکي وايم ، هيله کوم چي قبوله يې کړۍ  ، محترمه زما پوښتنه داده  چي د قرآنکريم په آياتو کي ايا داسي يو آيت سته چي د سرسايې پر ثبوت دلالت کوي ، که پدې اړه يواځي احاديث راغلي دي ؟

جواب  :


قدرمنه وروره ! د سرسايې په ثبوت کي خو أحاديث په مصرح او ښکاره ډول رانقل سويدي ،او په قرآنکريم کي داسي آيت نسته چي په مصرح ډول دي د سرسايې پر ثبوت دلالت کوي ، البته ځينو علمآؤ دغه مبارک آيت د سرسايې د ثبوت دليل بللئ دئ  :
قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى} ;سورة الأعلی) .
جصاص )رحمه الله) پخپل تفسير کی د عمر بن عبدالعزيز او أبي العاليه څخه نقل ذکر کړئ دئ ، چي دوۍ پدغه آيت کي د «تزکی» تفسير د سرسايې په ورکولو سره کړئ دئ ، او د «فصلی» تفسير يې د کوچني اختر په لمانځه سره کړئ دئ  .
 [رُوِيَ عَنْ عُمَرَ بْنِ عَبْدِ الْعَزِيزِ وَأَبِي الْعَالِيَةِ قَالا : " أَدَّى زَكَاةَ الْفِطْرِ ثُمَّ خَرَجَ إلى الصَّلاةِ " أي صلاة العيد. أحكام القرآن للجصاص ج3 : سورة الأعلى.