افغانستان بيا په کرکټ کې نميبيا ته ماتې ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56518
سپوږمۍ
دخبریدو نیټه : 2013-08-11

 

 
افغان کرکټ ملي لوبډلې کوربه هېواد نميبيا ته په دويمه يو ورځنۍ سيالۍ کې هم ماتې ورکړه.
 لوبه لومړى نميبيا پيل کړه چې په ٤٧ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې افغانستان ته ١٩٣ منډې هدف کېښود.
 افغان لوبډلې په دوه دېرشم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلى هدف پوره او برى يې خپل کړ.
 په نننۍ لوبه کې حميد حسن د سيالې لوبډلې څلور، حمزه هوتک دوه، سمېع الله شينواري دوه، محمد نبي عيسى خېل او کريم صادق يو يو لوبغاړي وسوځول.
 همدا راز د افغان لوبډلې له لوري شهزاد محمدي ٦٢، نوروز منګل ٤١، محمد نبي عيسى خېل ٤٦، کريم صادق ١٩، سمېع الله شينواري ١٣ او اصغر ستانکزي ١١ منډې جوړې کړې.