تازه خبر : افغانستان د هندوستان څخه د کرکټ لوبه وګټل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56652

دخبریدو نیټه : 2013-08-22

 تازه تر لاسه سوی خبر وايې چې افغانستان د کرکټ په لوبه کې هندوستان ته ماتي ورکړه .

دا په اسيايي لوبو کې د افغانستان دريمه لوبه وه ، لمړۍ يې د نيپال څخه وګټل ، دوهمه يې پر پاکستان وبايلل او دريمه يې د هند هيواد څخه د ۲۸ منډو په توپير وګټل .

نننۍ لوبه چې په سينګاپور کې وسوه ، لمړی افغانستان لوبه وکړه ، په لوبه کې د افغانستان  ۷ لوبغاړي وسوځيدل او هند ته يې ۱۸۴ مندي هدف ورکړ.

هند په خپله لوبه کې ۱۵۶ منډي جوړي او ۹ لوبغاړي يې وسوځيدل .

تيره ورځ د کرکټ بورډ اجراييوي رييس په کندهار کې خبريالانو ته وويل چې د هند سره لوبه کول اسانه نه ده خو دوی پوره تياری لري .

په دي سياليو کې اته هيوادونو ګډون کړی دی .