د خواشینۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56695
انجنیرعبدالقادرمسعود
دخبریدو نیټه : 2013-08-25


زموږ په هیواد کې سیاسي، ټولنیز ادبي او فرهنګي حالات او حوادث د میړنیو اتلانو او ملي شخصیتونو د سرښندنو د یادګار او د حماسو نه ډک او رنګین تاریخ لري، چې دا تاریخ د یو شمیر ملي شخصیتونو، اتلانو او میړنیو د تورې شرنګ او د یو شمیر لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د کلام د عفت او دقلم د فضیلت په وسیله ګټل شوې دی .
 زموږ په ټولنه کې د ژوند خواږه او ترخه حوادث، سیاسي کړکیچونه او ستونزی او د ټولنې نیمګړتیاوې او ټولنیز مسایل دا ټول هغه فکتورونه دي چې زموږ د ریښتیني ملي سټو ، لیکوالو او ادیبانو په ذهن کې افکار، خیالونه او احساسات راپارولي دي . دا حوادث او حالات زموږ په هیواد کې د بیلابیلو ملي شخصیتونو او لیکوالو په اثارو کې بیان شوې دي .
 یو له دغو درنو او قدرمنوسټو څخه ارواښادعبدالرحیم هاتف صاحب دی ، چې د خپل هیواد د ملي ګټو، د هیوادوالو داتحاداو اتفاق او د ملي وحدت علمبردار وو.
 نوموړي په سیاسي، ټولنیز، ادبي او فرهنګي ډګر کې نه ستړیکیدونکې او نه هیریدونکې پاملرنه او مبارزه کړې ده، چې د ده کارنامې، هلې ځلې د ملي وحدت په ډګر کې د ټولو افغانانوپه ذهن کې یو روښانه او حقیقي انځور او خیال ترسیم کړې دی .لنډه دا چې ارواښاد هاتف صاحب د خپل هیواد او هیوادوالو سره کلکه او ژوره مینه درلوده .
 اروښاد هاتف صاحب یو پوه عالم، د لوړو، پاکو او سپیڅلواوصافواو اخلاقو خاوند وو ، متواضع، زړه سواندی، ریښتینی، صادق اود ټینګ عزم او ارادې خاوند شخصیت وه .
 په خواشینۍ سره خبر شوم چې ارواښاد عبدالرحیم هاتف صاحب په هالند کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ :
 انالله وانا الیه راجعون
زه په دې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، د ارواښاد هاتف صاحب درنې کورنۍ او خپلوانو ته د زغم، صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او د لوی خدای څخه ده ته د فردوس جنت غواړم .
 په ډیر درنښت :