د یوی میاشتی راپدیخوا د حکومت د ګټلو لپاره جایزی او ناجایزی هلی ځلی جاری دی ځنی د باچاهی خوبونه وینی ځنی نور د نامشروع شتمنیو د ساتنی په منظور د جګړه مارو پر شاوخوا راټول سوی دی او ځنی نور د راتلونکو جګړو په هیله ایتلافونه جوړوی، د دوی په آند که کابل یوځل بیا پر وړو پاچاهیو وویشل سی او په څلور لارو کی موضع ګانی جوړی سی نو دوی به په لوړ موقف کی واقع وی حتی داسی هم بریښی چی ځنی نور له اوسه اقتصادی مرکزونه ، بانکونه او دولتی میلمستونونه تر څار لاندی نیولی دی چی که احیانا د چور او چپاول وخت راسی نو دوی د مخه ترتیبات ولری.
ظاهرا یوه لسیزه هڅه وسول ترڅو تر یو حده ژبنی ، سمتی ، قومی او فاشیستی تمایلات مهار سی خو هغه ټلوالی چی په ورستیو کی رامنځ ته سوه دا ارمانونه د خاورو سره خاوری کړل، د ازبک ملیشو مشر ضابط دوستم ، د ربانی زوی صلاح الدین، د هزاره ګانو ملک محقق، معلم عطا، د ملی امنیت یاغی ریس امرالله ، ډاکتر عبدالله هغه چی په دی ورستیو کی یی د تکنوکراتانو نقاب پرمخ راځوړند کړۍ ؤ ، او ځنی نور هغه ریزخواران چی د اتمی لسیزی په ارمان ژوند کوی سره راټول سوه او د یو قومی اتحاد ږغ یی پورته کړ. د دی اتحاد په اعلان د ولس او په خاصه توګه د کابل ښاریانو په ذهنونو کی هغه تصویرونه مجسم سوه چی په ترڅ کی یی د مړو رقص او په سر کی د میخونو ټکوهل تجربه سول،کابل ویران او اضافه تر پنځه شپیته زره بی ګناه ملکی کسان و وژل سوه او د هیواد ټول درانه دفاعی تجهیزات لکه الوتکی،ټانکونه، لونا، سکاټ او نور پر ګاونډیو هیوادونو و پلورل سوه.
په حقیقت کی امریکایانو د خپل راتګ سره سم جنګی ډلی نوری هم سامبال کړی د هغوی مشرانو ته یی د سی آی ای له بودیجی څخه میاشتنی ډالری تنخواوی و ټاکلی لکه څنګه چی کرزی په خپل بیان کی د سی آی ای د ډالرو د بکسونو او کڅوړو په هکله و دی خبری ته صریح اشاره وکړه او ویی ویل چی دا پیسی قومی مشرانو او نورو وړ کسانو ته ورکړل سویدی. حتی ځینو رسنیو وویل چی دوستم د میاشتی یولک ډالره ترلاسه کوی له نوموړی څخه نقل قول ؤ چی د یوه کال په موده کی یی هغه کور جوړ کړ چی ده د خیال په نړۍ کی ترسیم کړۍ ؤ نو ځکه ویل کیدای سی چی که په راتلونکی کی افغانستان بیا د کورنۍ جګړی قربانی کیږی نو تصادفی به نه وی بلکه د امریکا د اوږد مدت پلان یوه برخه به وی . امریکا له اوله نه یوازی د جګړه ایزه جوړښتونه د منحل کیدو مخه ونیوله حتی هغوی یی نور سامبال او پیاوړی کړه تر څو د ضرورت په وخت کی د ولس په وړاندی وکارول سی. د امریکا تر سیوری لاندی د اوسنی اتحاد جوړیدل په حقیقت کی ټول ولس په جګړه تهدیدول دی. او دا توانمندی د امریکا په مټ کی نغښتی ده. په هیڅ ډول به ممکنه نه وی چی د تاریخ په اوږدو کی د هیواد اصلی وارثان او لوی اکثریت قوم نادیده ونیول سی. روسانو دا کار تجربه کړیدۍ امریکا باید له هغوی څخه مشوره ترلاسه کړی.
داسی ګنګوسی هم سته چی ګواکی علی احمد جلالی ، زلمی خلیلزار ، اشرف غنی احمدزی ، حنیف اتمر، نورالحق احدی ، مجددی او نور تکنوکراتان غواړی یو بل اتحاد رامنځ ته کړی . که حقیقت وی نو دا اتحاد به د پښتنو خلع سلاح او بی واکه اتحاد وګڼل سی پدی ډول به د مخاصمت دوی ډلی یو د بل په وړاندی ودریږی، او ملیتی تضاد ته به تیل وروښندل سی. دا واضح خبره ده چی ملیتی او قومی تضاد د استعماری قوتونو لاسوهنی ته دروازه پرانیستلی پریږدی دا په داسی حال کی چی ځینو رسنیو خبر ورکړ چی کرزی، سیاف،فهیم خلیلی او ځینی نور اقمار یی مصروف دی یو بل اتحاد رامنځ ته کړی او سیاف او یا داودزی و نوماندۍ ته وړاندی کړی .
هیره دی نه وی چی د هر ایتلاف په دننه کی هم ډیری ناندرۍ جاری دی همدا سبب دی چی د اعلان سوی ایتلاف ونه کولای سوای پر نوماند توافق ته ورسیږی اوسهم بعیده نده چی د ټلوالی د پخوانی خصلت له مخی د نوماند تر معرفۍ پر څو برخو وویشل سی. ډیر د شرم خبره خو داده چی د کابل څخه تر هرات دولت عملا واک نلری د ازری او حصارک ولسوالۍ بیا ځلی محاصره دی خو حکومت او ټلوالی د ټاکنو او نوماندانو خبری کوی.
په دی ډول د هیواد پر سیاسی او امنیتی فضا توره وریځ په ګرځیدو او راګرځیدو ده، مګر باید په پام کی وی چی دا وضع تصادفی نه ده رامنځ ته سوی او نه هم د کنترول څخه بهر ده بلکه د بهرنیانو د پلان یوه برخه ده هغه پلان چی د نړۍ او سیمی په جغرافیی کی د تغیر هڅی دی. شک نسته چی ځنی غلام صفته افغانان شتون لری چی هغوی د مقام او ډالر په وړاندی ناتوانه او ضعیف النفسه دی نو ځکه د ولس او هیواد په وړاندی د هر بهرنی مزدورۍ او هر ډول جنایت ته تیار دی.