پر ژوندون ټلويزيون بريد پر افغاني فرهنګ د بريد معنا لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56883

دخبریدو نیټه : 2013-09-09


لکه په تېرو درو نيمو لسيزو کي چي د هيواد په کچه پښتو او پښتنو ته ډېر زيان واوښت، داغسي ددغه قام تعليمي ، علمي ، فرهنګي او ټولنیز بنسټونه هم په بېلابېلو وختونو کي د پټو او ښکاره ورانکارو لخوا په يوه او بل نامه زيانمن يا ويجاړ سوي دي چي ددې ويجاړۍ وروستۍ بېلګه نن ماپښين دژوندون ټلويزيون پر مرکز هغه بريد وو چي د جميعت ګوند د قومندان احمدشا مسعود لسګونو پلويانو لخوا تر سره سو چي د شمال ټلوالي بيرغونه او د احمدشامسعود عکسونو تر څنګ يې په سپينه ورځ ناقانونه وسلې له ځانونو سره ګرځولې.
 دغي ډلي څو اوونۍ وړاندي هم ژوندون ټلويزيون د حقيقت او ريشتيا ويلو په تور غندلئ و او خبردارئ يې ورکړئ و چي د افغانستان د جنګسالارو او د  ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ کلونو په دوران کي د کابل ښار د ورانوونکو مستند فلمونه او اسنادو له خپرېدو ډډه وکړي، خو نن يې عملاً يواري بيا د نويمو کلونو د ورانکارۍ هڅه وکړه.
 په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولنه پر ژوندون ټلويزيون بريد پر افغاني کلتور بريد او د مطبوعاتو ازادۍ ته سپکاوئ بولي او په کلکه يې غندي.

موږ پر عدلي او قضايي ارګانونو ږغ کوو چي ددې ناوړه کار عاملين دي د خپل عمل په سزا ورسوي چي د نورو لپاره عبرت سي او بل وخت بيا څوک د افغاني کلتور او ادب پر مرکزونو او د خپلواکه افغاني رسنيو پر ودانيو دغسي وحشتناک بريد ونکړي.

 په ګران هيواد افغانستان کي د هر ډول تشدد د پای ته رسېدو، سولي د تامين او افغاني کلتور د پرمختيا په هيله.

 په درناوي
 مشرتابه جرګه ګۍ
افغاني کلتوري ټولنه - هالنډ