د کندهار چارواکي وايې چې د دې ولايت په ميوند ولسوالۍ کي يو تن چوپان د طالبانو له خوا د يو ښخ سوي ماين چاودني له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د کندهار د مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوي خبرپاڼه وايې چې ، دغه چوپان تيره ورځ ديادي ولسوالۍ د عشق آباد په ساحه کي د خپلو څارويو سره يو ځاى ديو عامه لاري څخه د تېرېدو په حال کي وو، چي د طالبانو له خوا پر ښخ سوي ماين ختلى او نوموړى ماين پر چادېدلى دى.
سرچينه وايې چې ، نوموړى چوپان په لومړي سر کي ټپي وو چي د پوليسو له خوا روغتون ته بېول سوى خو بيا يې هلته ساه ورکړې ده .
وسله والو طالبانو د دولت د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي .