د افغانستان اتلولي ، خوښۍ او د کندهاريانو د خوشحالۍ شپه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56918

دخبریدو نیټه : 2013-09-12

د لوی کندهار لسګونه زره اوسيدونکي تيره شپه ټوله شپه د افغانستان د اتلولۍ په مناسبت جشن وکړ او دا  ستره بريا يې د افغانستان دپاره لويه او نه هيريدونکي  لاسته راوړنه  وبلل .
د کندهار والي په ګډون ټولو  چارواکو د زرګونو کندهاريانو په ګډون احساساتي  خوشحالې وکړي او د ښار د واټونو  په منځ کې  يې اتڼونه وکړه  ،چې د شپې له پيله بيا يې تر سهاره ټول ښار او نژدې ولسوالۍ په سر اخستي وي .
شپه تر سهاره رنګينه او د خوښۍ د اور د لمبو سرو رنګونو د اسمان مخ په خپلو وړانګو پټ کړی وو .
د ډولونو ږغونه ، ژوندی دي وي افغانستان ، موږ اتلان يو او ورته نور احساساتي اوازونه او شعارونه هغه څه وه چې تر سهاره يې ټول کندهار زنګاوه .
کندهار والي توريالی ویسا چې د خپل مرستيال او نورو چارواکو سره د خلکو په منځ کې ولاړ وو د افغانستان دپاره د اتلولۍ ګټل يوه نړيواله بريا وبلل .

زابل هم د ورته حالت شاهد وو ، زابلي ځوانان هم د افغانستان په اتلولي خوښ دي او خپل احساسات خورا په خوښي بيانوي .

د کندهار ملي سوداګر حاجي محمديونس د افغانستان د ملي لوبډلې سره د يوه عراده نوي موټر مرسته هم اعلان کړه .
افغانستان خپله وروستۍ لوبه د هند څخه  دوه د صفر په وړاندي وګټل .
ملي اتلان نن سهار کابل ته راورسيده چې د ولس مشر په ګډون ټولو چارواکو ، ملي شورا او دهيواد سلګونو زرو اوسيدونکي ورته تود هرکلی وکړ .
دا سيالۍ د سويلي اسيا په کچه په لار اچول شوي وي .