په ارزګان کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57050

دخبریدو نیټه : 2013-09-24

د اروزګان ولايت په مرکز او ګيزاب ولسوالي کې دوو بمي چاودنو اتو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
لومړى چاودنه تېره ورځ مازيګر ددې ولايت د ګيزاب ولسوالۍ د کچکول په نوم سړک باندي پر هغه څلورو تنو کاريګرو باندي تر سره شوي کوم چې د حشر په ډول يې د سړک کار کوى.
بل خوا ته نن سهار شاوخوا اته بجي د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ په ګرماب مانده سيمه کې پر ولسي وګړيو ماين چاودنه شوي او په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور  ټپيان شوي دي .
د اورزګان د امنيي قومندانۍ وياند  فريدعايل وايې چې د ګرماب مانده په سيمه کې د ولسي وګړيو پر سراچه موټر بمي چاودنه شوي او پرمهال يې ياده مرګ ژوبله را منځته کړل.
دى وايې چې د پېښي په اړه يې نوري پلټني پيل کړي دي.
د يو بل خبر له مخي د اروزګان د امنيي قومندانۍ وياند وايې چې ددي ولايت د چوري ولسوالۍ په پاطان سيمه کې  پوليسو عمليات تر سره کړي دي او پر مهال يې دري تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور  ټپيان شوي دي .
تر اوسه  وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي . .