د ۵ وسله والو او ۱۵ ساتونکو د وژلو خبر ورکړل شو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57074

دخبریدو نیټه : 2013-09-25

په زابل کې چارواکي وايې چې  د افغان ځواکونو په ګډو عملياتوکې د يوه طالب قوماندان په ګډون پنځه  وسله وال وژل شوي دي.
د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي وايي عمليات  نن سهار پر پنځه بجې د شينکي  ولسوالۍ په نژدي سيمه کې په يوازي سر د افغان ځواکونو له  لوري ترسره شوي دي .
  فراهي زياتوي چي په وژل شويوکسانو کي دوه کسه پاکستاني اتباع شامل دي ، نوموړي وايي دعملياتو پرمهال ۳  عرادي موټر ساييکلونه اودري ميله کلاشنکوفونه او راکټ انداز  او يوه  اندزه چاوديدنکي  توکي هم پوليسو ته په لاس ورغلي دي ، بلخوا وسله والو طالبان وايې د کندهار ـ کابل پر لويه لار د مرکز کلات اړوند د خاجوۍ په سيمه کې يې د بهرنيو سرتيرو د اکمالاتي کاروان شل ټانکره سوځولي او پنځلس ساتونکي يې وژلي دي .
د زابل چارواکو يه دې اړه څه نه دي ويلي .