په هلمند کې د ۲۵ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57112
لودين
دخبریدو نیټه : 2013-09-30


 د هلمند ولايت د موسى کلا ولسوالۍ د دوه لاري او د نوزاد ولسوالۍ د دهني تر سيمي پوري پر لويه عمومي لاره د عامه نظم د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ د تېري شپي را په دي خوا لس ساعته جګړه سوي ده.
 دا لويه لاره چې د عامه نظم پوليس او ګرجستاني سرتېري يې ساتي تېره شپه د لاري د بنديدو په موخه وسله والو طالبانو وسله والي حملي کړي دي.
 د هلمند ولايت د عامه نظم د پنځمي لواء قومندان جنرال غلام سخي غفوري  وايې چې په دي را منځته سوي جګړه کې پنځويشت تنه وسله وال طالبان وژل سوي
 وسله والو طالبانو په په دې اړه څه نه دي ويلي .