له وسلوالوطالبانو سره ایرانۍ وسلې نیول سوې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57198
سیدالله سلام
دخبریدو نیټه : 2013-10-06

ځايي چارواکي وايي، چې د افغان او اېتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې يو وسله وال طالب وژل سوى او درې نور له ايرانۍ وسلو سره نيول سوي دي. د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندى وایی ، چې دغه عمليات د بالابلوک ولسوالۍ د "رباط ترکان " په سيمه کې وړمه ورځ ترسره سوي دي. د فراه د ملي امنيت رييس جنرال عبدالصمد شمس وايي، چې په نيول سویو کې د طالبانو يو قوماندان ملا محمد او د محمد ياسين او وکيل احمد په نومونو دوه وروڼه شامل دي. د شمس په وينا، امنيتي ځواکونو له دغو کسانو يو ايرانى کلاشينکوف، يو ايرانى دوربين لرونکى درازموف ټوپک او د درازموف لارښود کتابچه چې (شرکت ساخت نيروهاى الکترونيکى ايران ) پرې ليکل سوي، ترلاسه کړي دي. په کابل کې د ايران سفارت د مطبوعاتو څانګې يو کارکوونکي وويل، چې د ايران دولت د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته وسلې نه ورکوي. خو دالومړی ځل نه دی چې دولتي چارواکي له طالبانو سره دایرانۍ وسلو دنیولو خبر ورکوي ، له دې وړاندي هم ورته خبرونه ورکول سوي ول. خو ایراني چارواکو تل داډول خبرونه رد کړي دي .