د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو او د سیمي فرهنګپالو پتیلې ده چي د هارون حکیمي پر نوې چاپ سوې شعري مجموعه ( زلمۍ سندري ) به د یوې غونډي په ترڅ کي مخکتنه کوي.
غونډه به د رارواني جمعې په ورځ د تلي ( مېزان ) پر۱۹مه په کلات کي کیږي.
د سیمي فرهنګپالو او ادیبانو ته د ګډون بلنه ورکول کیږي او هغه دوستان چي په نورو سیموکي دي او غواړي د یادي مجموعې په هکله خپل نظر د غونډي برخه والو ته ورسوي کولای سي چي د ایمېل د لاري راسره په اړیکه کي سي.
aimal.omede@gmail.com
د همکاریو په هیله مو
په درنښت
ایمل امیدي