بلجیم:د افغانانو په جامع جومات کې د لـــوی اخــتـر د لـمانـځه خبـرتـیـا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57230
جاوید احمدزی
دخبریدو نیټه : 2013-10-10

 


 د بلـــجیم په انتورپن ښار کې افـــغان کلتوري ټولنه د لـــــــوی اختر په ویاړ خپلو هېوادوالو، د نړۍ مسلمانانو او بلجیم مېشتو افغانانو ته د زړه لــــه کومي مبارکي وړاندي کوي، لـــــوی رب دی وکړي چې راتلونکی لوی اختر مـو پر ژوند د خوشالۍ او پر وطن مـــــــــو د سولې او امن زېری ووسي. 

د انتورپن او شاوخوا سېمو افغانانو ته په ډېر درنښت خبر ورکول کیږي چې د لوی اختر لمونځ د افغانانو په جامع جومات کې په لاندی وخت ټاکل شوی:
نېـــټه: داکتوبر پنځلسمه ( ۱۵) چې د تلې ( مــیزان) د مېاشتې له دروېشتمې سره برابره ده.


وخـت: لمړی لمونځ د سهار نهه ( ۹) بجې
 دوهم لمونځ دسهار لس (۱۰) بجې
 پته او ځای : دافغانانو جامع جومات

Jan Palfijnstraat 25
 2060 Antwerpen


« په درنــښت »