د اختر د ورځي شرعي مراسم ،لمونځ او قرباني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57287
أبوالفضل
دخبریدو نیټه : 2013-10-14

فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۵۶) :

مفتي  : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين ، أبوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته  .

 

مستفتي  :  احسان الله /زابل /افغانستان .

 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته محترم مولانا أبوالفضل صاحب ، او د قدر وړ خالد هادي صاحب ته له سلامه وروسته نيکي هيلي او پيرزویني وړاندي کوم ، محترم مولوي صاحب که د اختر د ورځي او د لمانځه د ادا کولو په اړه  څه لار ښووني راته وکړی نو احسان به مو وي .

الجواب   :

د لوۍ اختر ، يعني د عيدالاضحی او د قربانۍ د اختر د ورځي شرعي مراسم پدې ډول
 دي  :
هغه شيان چي په دغه ورځ مستحب دي  :

سهار وختي راپورته کيدل  ، غسل او مسواک وهل ، پاکي ، ستره او عمده جامې او لباس اغوستل ، عطر او خوشبويي لګول  ،د اختر  تر لمانځه مخکي خوراک نه کول ، عيد ګاه ته د تلو په وخت  په لوړ اواز تکبيرونه ويل  . 

ددغي ورځي واجبات ، د اختر د لمانځه ادا کول او د قرباني حيوان ذبح کول دي ، د اختر د لمانځه ترکيب  په لاندي ډول دئ  :

دوه رکعته ، او په هر رکعت کي درې زائد تکبيرونه ، په اول رکعت کي له اول الله اکبر وروسته درې زائد تکبيره ويل کيږي ، په اولو دووکي به لاسونه پريښودل کيږي ، او له دريم تکبير ويلو وروسته به لاسونه تر نامه لاندي ونيول سي  ، او د دوهم رکعت درې تکبيرونه د امام له قرآئت ويلو وروسته کيږي ، او په هر يوه کي لاسونه پريښودل کيږي ، وروسته بيا امام د رکوع تکبير وايي او رکوع ته ځي ، مقتدي به هم دا ډول کوي ، او نور لمونځ د سهار د لمانځه په ډول دئ   .

 له دې وروسته به د قربانۍ واجب ادا کړل سي  ، د قرباني په کولو کي بهتر دادئ چي ، سپين رنګه ، غټ ،  چاغ ، خصي او  ښکرور پسه وي ، دارنګه دا بهتر دئ چي د قرباني حيوان پخپل لاس ذبحه سي ، او يا د قرباني د ذبح په وخت کي حاضر اوسي  ، او د ذبح آله بايد ښه پرې کونکې او تيره وي ، او مذبوح ته تر هغه بايد ځنډ وکړ سي تر څو يې له تول جسد څخه حيات ووځي ، مخکي له دې دي د هغه پوست او پرې کيدل نه کيږي .

او د قرباني د غوښو په اړه مناسبه طريقه داده چي درې حصې سي ، يوه حصه يې د ځان لپاره راوګرځول سي ، دوهمه خيرات او دريمه يې پر قريبانو وويشل سي ، که څه هم هغوۍ ځانته قرباني کړې وي  .  

...........................................................................

ويستحب يوم الفطر أن يطعم الإنسان قبل الصلاة وفي الأضحى بعدها ويغتسل فيهما ويتطيب ويلبس أحسن ثيابه ويتوجه إلى المصلى وهو غير مكبر جهرا بخلاف الأضحى فإنه يكبر فيه جهرا طول الطريق [تحفة الملوک] .

( وَأَمَّا ) الَّذِي يَرْجِعُ إلَى الْأُضْحِيَّةَ فَالْمُسْتَحَبُّ أَنْ يَكُونَ أَسْمَنَهَا وَأَحْسَنَهَا وَأَعْظَمَهَا لِأَنَّهَا مَطِيَّةُ الْآخِرَةِ قَالَ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { عَظِّمُوا ضَحَايَاكُمْ فَإِنَّهَا عَلَى الصِّرَاطِ مَطَايَاكُمْ } وَمَهْمَا كَانَتْ الْمَطِيَّةُ أَعْظَمَ وَأَسْمَنَ كَانَتْ عَلَى الْجَوَازِ عَلَى الصِّرَاطِ أَقْدَرَ ، وَأَفْضَلُ الشَّاءِ أَنْ يَكُونَ كَبْشًا أَمْلَحَ أَقْرَنَ مَوْجُوءًا  . [بدائع الصنائع] .

والمستحب أن تكون الأضحية أسمنها وأحسنها وأعظمها , وأفضل الشاة أن تكون كبشا أملح أقرن موجوء , أو أن تكون آلة الذبح حادة من الحديد , ويستحب أن يتربص بعد الذبح بقدر ما يبرد ويسكن من جميع أعضائه وتزول الحياة من جميع جسده , ويكره أن يضحى ويسلخ قبل أن يبرد , هكذا في البدائع . والأفضل أن يذبح أضحيته بيده إن كان يحسن الذبح ; لأن الأولى في القربات أن يتولى بنفسه , وإن كان لا يحسنه فالأفضل أن يستعين بغيره ولكن ينبغي أن يشهدها بنفسه , كذا في الكافي .

ويستحب أن يأكل من أضحيته ويطعم منها غيره , والأفضل أن يتصدق بالثلث ويتخذ الثلث ضيافة لأقاربه وأصدقائه , ويدخر الثلث , ويطعم الغني والفقير جميعا , كذا في البدائع . ويهب منها ما شاء للغني والفقير والمسلم والذمي , كذا في الغياثية .

ولو تصدق بالكل جاز , ولو حبس الكل لنفسه جاز , وله أن يدخر الكل لنفسه فوق ثلاثة أيام إلا أن إطعامها والتصدق بها أفضل إلا أن يكون الرجل ذا عيال وغير موسع الحال فإن الأفضل له حينئذ أن يدعه لعياله ويوسع عليهم به , كذا في البدائع .[الهندية].