د قرباني د وجوب وخت او اخيري نيټه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57292
أبوالفضل
دخبریدو نیټه : 2013-10-14

فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۶۱) :

مفتي  : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين ، أبوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته  .

 

مستفتي   :  عبدالوهاب /او حافظ عبدالحنان

 

د قدر وړ مولوي صاحب که په دی اړه جواب راکړۍ چي قرباني تر څو وروځو جائزه ده نو مهرباني به مو وي  .

 

الجواب  :

 

محترمه وروره !  قرباني لکه لمونځ ځانته وخت لري تر هغه وخت مخکي د قرباني کول جواز نلري ، د اختر د ورځي د سهار تر داخليدو مخکي قرباني کول نه صحيح کيږي ، کله چي سهار داخل سي ، نو د قرباني وخت هم شروع کيږي ، ليکن  په هغه علاقو کي چي هلته د اختر لمونځ نه کیږي ، د هغو لپاره بل شرط نسته ،  خو په ښارو کي ، يعني هلته چي د اختر لمونځ ادا کيږي ، د هغو لپاره که څه هم د قربانۍ وخت داخل دئ ، مګر د دوۍ لپاره دا شرط دئ چي د  اختر تر لمانځه وروسته به وي ، مخکي صحت نلري ، خو دا بيا ضرور نه دئ چي تر خطبې ويلو وروسته به وي ، بلکي که تر خطبې مخکي ذبح سي نو هم صحيح دئ  .

او اخيري نيټه يې د اختر دريمه ورځ ده ، مطلب دا چي د قرباني وخت درې ورځي او دوې شپې دئ  .  البته بهتر دادئ چي د ورځي وي ، د شپې مکروه بلل کيږي ، دارنګه په ورځو کي ړومبۍ ورځ تر نورو ډيره بهتره او د اجر په اعتبار زياته ده  .

......................................................................

 فتاوی الهندية /بدائع الصنائع ،   وقال في بدائع الصنائع  : « فَلَا يَجُوزُ لِأَحَدٍ أَنْ يُضَحِّيَ قَبْلَ طُلُوعِ الْفَجْرِ الثَّانِي مِنْ الْيَوْمِ الْأَوَّلِ مِنْ أَيَّامِ النَّحْرِ وَيَجُوزُ بَعْدَ طُلُوعِهِ سَوَاءٌ كَانَ مِنْ أَهْلِ الْمِصْرِ أَوْ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى ، غَيْرَ أَنَّ لِلْجَوَازِ فِي حَقِّ أَهْلِ الْمِصْرِ شَرْطًا زَائِدًا وَهُوَ أَنْ يَكُونَ بَعْدَ صَلَاةِ الْعِيدِ ، لَا يَجُوزُ تَقْدِيمُهَا عَلَيْهِ عِنْدَنَا . [بدايع الصنائع] .