د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57298
انجنیر قطب الدین هلال
دخبریدو نیټه : 2013-10-14

بسم الله الرحمن الرحیم
 د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت
 د ۱۳۹۳ کال ولسمشرۍ ته د خپلواک احتمالي نوماند انجنیر قطب الدین هلال د مبارکۍ پيغام
 مسلمان او مجاهد افغان ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وایم، الله تعالی دې د ټولو طاعات او عبادات قبول کړي. له الله تعالی څخه غوښتنه کوم چې دغه اختر زمونږ په هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت پیلامه وګرځوي او زمونږ ځوریدلی ولس د نړۍ د سوکاله ولسونو په څېر له تلپاتې سولې څخه برخمن کړي. و من الله التوفیق