خوست کي د شهيد ارسلاجمال د فاتحې خبرتيا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57303

دخبریدو نیټه : 2013-10-17


دخوست ولايتي اداره تصميم لري ،چې سبا د جمعې په مبارکه ورځ چې د تلې
مياشتې له ٢٦ مې نېټې سره سمون خوري، د خوست ولايت په مېلمستون ودانۍ کې
دشهيد ارسلاجمال د شهادت له امله د سهار له ٩:٠٠ – د غرمې تر ١٢:٠٠ بجو
پورې د فاتحې مراسم پرځاى کړي.
د فاتحې او دقرآن عظيم الشان د ختم په مراسمو کې به دخوست والي ښاغلي
عبدالجبارنعيمي ترڅنګ د ټولو ملکي او نظامي ارګانونو
مسوولين،افسران،سرتېري، مامورين، ولايتي شورا ،سولې ولايتي کمېټه،د
علماوو شورا، د مختلفو مدني او کلتوري بنسټونو استازي، قومي مشران او عام
خلک ګډون ولري.بناً ټول هغه کسان چې غواړي، پدغو نېکمرغه او ديني مراسمو
کې برخه واخلي، کولى شي، چې سبا د جمعې په مبارکه ورځ سهار مهال دخوست
مېلمستون ودانۍ ته تشريف يوسي او په خپلو دعاګانو او تلاوتونو سره د
شهيد اروا ته خوشالۍ وروبخښي.
په درنښت
دخوست ولايت مقام د مشرتابه له خوا
٢٥-٧-١٣٩٢