چارواکي وایي طالبانو په غزني کې جومات سوځولی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57355
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2013-10-22

چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې يو جومات سوځولى دى.د ګيلان ولسوال محبوب الله سباوون په وينا چې پرون مازديګر وسله والو د بختيار او ازاد کلا په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وکړ.د نوموړي په وينا، د پوليسو او طالبانو تر منځ په يو نيم ساعته جګړه کې څلور طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.د ولسوال په خبره، طالبانو له جګړې د تېښې پر مهال د بختيارو په کلي کې يو لوى جومات ته اور واچاوه.سباوون زياتوي، جومات په بشپړه توګه سوځېدلى او په کې لسګونه قران شريفونه هم سوځېدلي دي.هغه زياته کړه، د کلي خلکو ورته ويلي، چې طالبانو په لوى لاس جومات ته اور واچاوه او له افغان طالبانو سره پاکستانيان هم ملګري وو.د سيمې اوسېدونکي هم وايې ، چې د غه جومات مخپټو وسله والو وسوځاوه.خو وسلوال طالبان د سیمي دخلکو دغه ادعا سمه نه بولي .