د ميوند ولسوالۍ خلک د اوبو د نه شتون له امله خپل باغونه له منځه وړي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57356

دخبریدو نیټه : 2013-10-22


د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې خلک  د اوبو د نه شتون له امله په سختيو کې ژوند تيروي .
هغوی وايې چې دا مهال يې کرهڼه هم په ټپه ولاړه ده او د اوبو د نه شتون له امله اړ دي چې خپل باغونه له منځه يوسي او نورو سيمو ته کډه وکړي .
هغوی خپلي ستونزي په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ته وړاندي کړي .
د ميوند ولسوالۍ خلک وايې د نورو ستونزو تر څنګ يې د څښلو او کرهڼي دپاره د اوبو کمبود هغه لويه ستونزه ده چې له امله يې ورځ تر بلي د خلکو ژوند سختيږي او خلک اړ کيږي چې  کندهار ښار او نورو ولسواليو ته کډه وکړي . د هغوی په وينا چې ولسوالي يې تر درې سوه زيات د اوبو کاريزونه لري خو ټول وچ شوي دي او دا مهال اوبه نه لري . د ولسوالۍ اوسيدونکي د اوبو د سخت کمبود لامل د زورواکانو له لوري هغه رزګونه برمې بولي چې د خپلو کښتونو د اوبو کولو دپاره يې جوړي کړي او ټولي اوبه هغوی اخستي دي .
د ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر سدوزی اکا وايې چې په ميوند ولسوالۍ کې زرګونه جريبه دولتي ځمکي غصب شوې او لويي لويي برمې ورته وهل شوي دي .
(( ميوند ۳۵۰ کاريزونه لري ، خورا ډيري اوبه يې درلودلې موږ په اوبو کې ښه اباد وو ، خو دا دوه درې کاله کيږي چې اوبه مو ورځ تر بلي لږې کيږي او اوس موز د څښلو په اوبو پسي حيران يو ،  ټوله  ځمکي د نورو ولايتونو او نورو ولسواليو خلکو غصب کړي او  برمې يې ورته وهلي دي او کاريزونه ټول وچ شوي دي . ))
د ولسوالۍ قومي مشر حاجي الله نظر هم ورته څرګندوني کوي او وايي :
(( دا دی اوس خلک باغونه کاږي ، ما دوه باغونه کښلي دي شنه د انګورو باغونه وه په دې خاطر چې اوبه نشته او موږ اړ يو چې کډي وکړو ، د ولسوالۍ په ټول بازار کې يوه د اوبو برمه نشته ، دکانداران د کورونو څخه اوبه راوړي ))
سيمه ايز خلک دولت ته ګوته نيسي چې چارواکو يې ځمکي پر پرديو خلکو پلورلي دي او هغوی ته يې د لويو برمو د وهلو اجازه ورکړې ده  ، هغوی په دې برخه کې ولسوال ته هم ګونه نيسي خو ولسوال صالح محمد نورزی د ده له لوري د ځمکو د پلور خبره ردوي او وايې که چيري کوم  ثبوت پر پيدا شي اماده دی چې ځواب ووايي .
نورزی په ميوند کې د اوبو د کمبود خبره هم تاييدوي او وايې چې  د ميوند ولسوالۍ د خلکو ژوند ورځ تر بلې سختيږي ، هغه وايې چې پر غصب شويو ځمکو باندي  د ودانيو جوړيدل او د برمو وهل يې منعه کړي ، په وينا يې تر څو چې کوم چا قانوني اسناد نه وي وړاندي کړي هلته فعاليت نه شي کولای .
د ولسوال په وينا چې دا ستونزه يې د ولايتي ادارې او خپله مرکزې ادارې سره شريکه کړې خو تر اوسه يې د حل دپاره کوم اقدام نه دی شوی .
د ولسوالۍ اوسيدونکي د پوهني ، کرهڼي ، روغتيا او بيارغوني په برخه کې هم د زيات شمير ستونزو د شتون خبره کوي او پر دولت نيوکه کوي چې ميوند ولسوالۍ ته يې هيڅ راز پاملرنه نه ده کړې .
د ولسوالۍ د سيمه ايزو پوليسو مشر جانان هم په ګيله دی چې پوليس يې په درنو وسلو مجهز نه دي او مهمات هم ډېر کم ورکول کيږي .
 هغوی تيره ورځ  خپلي ستونزي په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي محمد نعيم حميدزي لالي ته وړاندي کړي .
هغه خلک خپله کار کولو ته راوبلل او ترې وغوښتل چې نور د چا مرستو او کار ته په تمه نه شي .
نوموړي د  ميوند تر څنګ د نورو ولسواليو د خلکو څخه وغوښتل څو مهم مشران يې کابل ته ورشي او په ولسي جرګه کې دکندهار د خلکو استازي د اړوندو مرکزي ادارو څخه حقونه ورته واخلي .
ورته ستونزي د کندهار د ژړۍ او پنجوايي ولسواليو تر څنګ په نورو سيمو کې هم شته او اوسيدونکي يې د حل دپاره د توجه غوښتنه کوي ، د ولسي جرګې ياد غړي خلکو ته ژمنه ورکړه چې د حل دپاره  به يې پر مرکزي ادارو ټينګار کوي .