( د تاريخي پيښو څخه د زده کړي ) لويه څيړنغونډه پای ته ورسيدل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57545

دخبریدو نیټه : 2013-11-07

 
په سمينار کې د نړۍلسګونو  افغان پوهانو ګډون کړی وو چې د پاچاخان د علمي څيړنيز مرکز له لوري جوړ شوی وو .
د سمينار په لسګونو مقالو کې د افغانستان د سياست ، جګړي ، علم ، اقتصاد او نورو موضوعاتو په اړه پوره تحليلونه وړاندي شوه .
په سمينار کې  د تيرو څلويښتو کلنو پر مهال تيرو شويو اته څلويښتو موضوعاتو  ته ځای ورکړل شوی وو چې د تيرو دريو ورځو پر مهال يې ۱۳۵۲ او ۱۳۹۲ کلنو تر منځ د پرتو کلنو پر سياسي ، اقتصادي ، جنګي ، علمي ، کلتوري او نورو ټولينزو موضوعاتو په اړه بشپړ تحليلونه بيان کړل .
نن پنجشنبه د سمينار  وروستۍ ورځ وه چې ګډونوالو يې په اړه  په خپلو نظرونو کې ښه ارزونه وکړه .
که څه هم د سمينار په پای کې عمومي نتيجه نه شوه وړاندي خو ډيرو مقالو په خپل ځان کې د افغانستان ناخوالي ترسيمولي ، نژدې هري مقالي دا يوه خبره درلودل چې د افغانستان د تيرو او اوسنيو ناخوالو لاملونه دلته په هيواد کې د بهرنيو هيوادونو لاسوهني او د هيواد په چارو کې د ګاونډيو هيوادونو مداخلي دي .
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا او  د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخيل  د ياد سمينار جوړيدل د کندهار دپاره يوه ښه لاسته راوړنه وبلل زياته يې کړه چې د دې سمينار له امله د نوي نسل زياتو ځوانانو ته د افغانستان د تيرو څلويښتو کلنو حالتونه او اوسنۍ نتيجي وړاندي شوي .
د پاچا خان د علمي او څيړنيز مرکز مشر  څيړوندی شيرشا رشاد   خبريالانو ته وويل چې ، د  دې څيړنغونډي په مناسبت د کندهار پوهنتون دپاره د وريښمو د لاري په نوم تحقيقاتي مرکز جوړيږي .
د سمينار ګډونوالو او پوهانو د دې څيړنغونډي تيري درې ورځي ښه و ارزولي او وايې داسي معلومات پکښي وړاندي او تر لاسه شوه چې په اړه يې تر اوسه ځوانانو او نوي نسل يا معلومات نه درلودل او يا هم کم وو .
هغوی دا ډول سمينارونه يو ډير ښه ګام بولي او د پاچاخان د علمي او څيړنيز مرکز دا ډول هڅي د قدر وړ بولي ، د سمينار دپاره پوه څلور مياشتي هڅي شوي وي او تيره سه شنبه پيل شو  چې د پنجشبې په ورځ ناوخته پای ته ورسيد .
د کندهار  پوهنتون  رييس خبري ناستي ته وويل چې د سمينار مالي ملاتړ يو شمير ملي سوداګرو ، مدني ټولنو او مرستندويي نهادونو کړي وو چې دوی ورڅخه مننه کوي .