که دماپښین دجماعت په وجه...

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57652
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-11-18

که دماپښین دجماعت په وجه... مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . مستفتي:عبدالستار /کابل که يوڅوک دماپښين جماعت ته راسي په داسي حال کي چي جماعت ولاړ وي نوله لمانځه وروسته به اول دوه رکعته سنت کوي اوکه به څلور رکعته سنت کوي.؟ الجواب ومنه الصواب ـ نحمده ونصلي علي رسوله الکريم په دې مسئله کي اختلاف دي ، البته پردې اتفاق دئ چي صحيح دواړه صورته دي ، طحطاوي په خپله شرح کي ذکر کړي دي چي بهتر دادئ چي اول څلور رکعته اوبیادوه رکعته سنت وکړل سي .