ایاپه اسلام کي ...

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57653
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-11-18

ایاپه اسلام کي ... مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . مستفتي: جهانګیر/لندن. اياپه اسلام کي داسي يوعمل سته چي دهغه عمل په کولو سره الله جل جلاله بنده ته ديوه حج اويوې عمرې ثواب ورکوي اوکه څنګه ستاسي دجواب په انتظار. الجواب ومنه الصواب ـ نحمده ونصلي علي رسوله الکريم هومحترمه ! په صحيح مبارک حديث کي راغلي دی چي هرڅوک چي دسهارلمونځ په جماعت وکړي اوبياناست وي ترهغوذکر کوي ترڅوچي لمر راوخيږي ، بيآ داشراق دوه رکعته لمونځ وکړي نو ده لره دپوره حج اوعمرې ثواب دئ . *عن انس بن مالک من صلی الغداة في جماعة ثم قعديذکرالله حتی تطلع الشمس ثم صلی رکعتین کانت له کأجرحجة وعمرة قال :قال رسول الله صلي الله تعالی عليه وسلم تامة تامة تامة ،رواه الترمذي.