ایاپه اسلام کي جهاداکبرسته ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57654
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-11-18

ایاپه اسلام کي جهاداکبرسته ؟ مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . مستفتي : محمدنعيم /سعودي عرب ايا په اسلام کي جهاداکبر سته ؟ ځيني خلګ له جهاداکبر څخه انکارکوي اوپه دې اړه روايات موضوعي بولي ، په دې اړه که دقرانکريم اوسنت په رڼا کي تشريح رات ه وکړي . الجواب ومنه الصواب ـ نحمده ونصلي علي رسوله الکريم کوم څوک چي له جهاداکبرڅخه منکردي نوهغوۍ په دې ځاي کي له حق څخه اوښتي دي . وروره جهاداکبرحق دۍ اوپرحقوالي باندي یې دشریعت اودطریقت علماء متفق دي دجهاداکبرپه باره کي ډېرحديثونه راغلي دي چي له هغوڅخه دبخار ي شريف حديثونه هم دي . په دې اړه موږ مکمل بيان په بینوا ،او دارنګه زموږپه کتاب هداية آلمجاهدين کي نشرکړئ دئ. جهاداکبرله نفس سره جهادکولوته ويل کيږي.