که په ګوتمۍ وغیره کي مبارکي کلمې وي..

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57656
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-11-18

که په ګوتمۍ وغیره کي مبارکي کلمې وي.. مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . مستفتي محمدنويد. که په ګوتمي ، تعویذ وغیره باندي مقدسي کلمې لکه لااله الاالله ، ان الحکم الالله ليکلي وه نو له هغوئ سره بیت الخلا ته داخلېدل څنګه دي. الجواب ومنه الصواب ـ نحمده ونصلي علي رسوله الکريم که داکلمې په کپړه ، چمړه ياجیب وغیره کي ښه پټي وي نوبيا دضرورت په وخت داخلېدل پروانلري ، خوکه لوڅي وي نو بيا داخلېدل حرام دي ،بلکه بل ځاي دي کښېږدې بیادی داخل سي.،بدلیل ما روي عن الزّهريّ عن أنس رضي الله عنه قال: ((كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا دخل الخلاء وضع خاتمه))، في صحيح ابن حبان 4: 260، والمستدرك 1: 298، وسنن أبي داود 1: 5. نقل ابن عابدين في رد المحتار عن القهستاني 6: 361: ولو نقش اسمه تعالى أو اسم نبيه صلى الله عليه وسلم استحبّ أن يجعل الفصّ في كمّه إذا دخل الخلاء, وأن يجعلَه في يمينه إذا استنجى، وينظر: البحر الرائق 1: 256. والله أعلم. ، مفتي :